تازه خبرونه

د کرونا ویروس د خپریدو له وېرې ټول ښوونیز بنسټونه رخصت شول

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۳۹۸)

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ د کرونا ویروس د خپریدا د مخنیوي لپاره، په ټول هېواد کې دولتي او خصوصي ښوونیز بنسټونه د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري تر ۳۰ رخصت شول.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي په یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د عامې روغتیا، پوهنې، لوړو زدکړو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو پر وړاندیز او د ولسمشر د منظورۍ له مخې ټول دولتي او خصوصي ښوونیز بنسټونه د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري تر ۳۰ رخصت دي.

دغه راز پر همدې ورځ د کب ۲۴ د هېواد د سپورتي ډګر بنسټونو هم اعلان کړه، چې په هېواد کې د لنډې مودې لپاره ټولې سپورتي هڅې درول شوي او باید ترې ډډه وشي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان په هرات، سمنګان، بلخ او کاپیسا ولایتونو کې یوه – یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوې ده. په د کرونا ویروس شپږ پېښې په هرات، درې په سمنګان، یوه په بلخ او یوه هم په کاپیسا کې مثبتې ثبت شوې دي.

همدارنګه ۱۹۱ شکمنې پېښې لیدل شوې دي؛ ۱۱ مثبتې پېښې لرو، ۱۸۰ منفي  او ۴۲ نورې تر څېړنو لاندې دي.

په ولسي جرګه کې د لویدیځو ولایتونو استازي ټینګار کوي چې حکومت مکلف دی څو د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره عملي کړنلاره تر لاس لاندې ونیسي، پرته له دې به دا ناروغي لا زیاته پراخه شي.

پر کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې له زیاتوالي سره همهال په ولسې جرګه کې د لویدیځو ولایتونو استازي اندېښمن شوي او وایي، په وروستیو څلور ورځو کې له ایران څخه څه باندې ۳۷ زره افغانان هرات ته رااړول شوي او نورو ولایتونو ته تللي دي.

د دوی په خبره، که د هېواد په پولو کې د قرنطین بهیر عملي نشي، دا ویروس به نورو ولایتونو ته هم پراخه شي.

Trending

Exit mobile version