تازه خبرونه

د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د نړۍ په کچه د پوهانو هڅې رواني دي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲, ۱۳۹۹)

پوهانو ویلي؛ د کرونا ویروس د درملنې د موندنې لپاره په ټوله نړۍ کې آزموینې روانې دي، چې د یوې  بشپړې درملنې په موخه به له یو بل سره خپلې تجربې شریکې کړي.

 د کرونا ویروس د درملنې لپاره هڅې روانې دی او په ټوله نړۍ کې سلګونه کلنیکونه او لسګونه پوهان او څانګوال یا متخصصین هڅې کوي، چې د کرونا ویروس درمل ومومي.

د سوټهمپتون پوهنتون څېړونکی او داکتر تام ولکسن څرګنده کړې، چې د کرونا ویروس د کابو کولو لپاره په نړیواله کچه آزموینې او هڅې روانې دي. پوهان او څیړونکي له یوه او بل سره خپلې تجربې شریکوي ، زه د دوی معلومات ترلاسه کوم او آزموینه یې تر سره کوم.

د دغه ویروس د بشپړې درملنې تر موندنې پورې د روغتیا د نړیوالې ټولنې لخوا یو لړ سپارښتنې وړاندې شوي، چې باید پلې شي؛ پر صابون د لاسونو مینځل، د لوړې تبې له لرونکیو کسانو ځان لیرې ساتل او د غېږې  او لاس نه ورکول یې تر ټولو غوره دي.

د امریکا د حساسیتي ناروغیو د انستیتیوت رییس انتوني فوسي ویلي؛  تراوسه د دغه ویروس د درملنې او یا وقایې په اړه کوم قطعي درمل ندي موندل شوي. که څه هم په دې برخه کې یو لړ معلومات شته؛ خو لکه، چې ومي ویل دا له تجربو سره تړاو لري.

د راپورونو له مخې؛ تراوسه په نړۍ کې ۲۳۰ زره کسان پر کرونا اخته شوي او نږدې لس زره کسان مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version