تازه خبرونه

د کرونا ویرس په اړه د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د عامه پوهاوي هڅه

Published

on

(Last Updated On: وری ۳, ۱۳۹۹)

افغان بیسیم مخابراتي شرکت له کرونا ویروس سره د مبارزې او روغتیايي لارښوونو لپاره ځانګړي ګامونه اوچت کړي دي.

وحید عمر، کرونا ویروس د مبارزې ځانګړې کمیټې رييس، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د عامه پوهاوي هڅې ستایي او غوښتنه کوي چې په دې حساس پړاو کې، نور مخابراتي شرکتونه او رسنۍ هم د خلکو په پوهاوي رغنده ونډه واخلي.

د افغان بیسیم شرکت د خپلو خدمتونو له لارې نږدې ۷ میلیونو افغانانو ته د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب لارې او چارې ښيي.

هیوادوال کولې شي د افغان بیسیم شمیرو ته د اړیکو ټینګولو پر مهال، دغه پیغام واوري:” برای وقایه از کرونا دست های تان را مکررا برای ۲۰ ثانیه بشویید. از تماس نزدیک با افراد که ریزش دارند خود داری کنید. از دست دادن، روبوسی و بغل کشی خودداری کنید. جاهای پرازدحام و بیروبار نروید. لیمو، مالته، کینو، کیوی و نارنج که دارای ویتامین C اند زیاد بخورید. “

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسولین وايي چې له خلکو سره د همکاري او د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب لپاره یې دغه ګام اوچت کړی دی.

له کرونا ویروس سره د مبارزې ځانګړې کمیټې رييس وحید عمر د افغان بیسیم مخابراتي شرکت دا چاره یو بشر دوستانه عمل بولي چې په دې نازک وخت کې یې د خلکو د پوهاوي لپاره تر سره کوي.

وحید عمر، له کورونا ویروس سره د مبارزې د ځانګړې کمیټې رييس، داسې وایي: “افغان بیسیم په دې اړه کړنې پیل کړي دي، پیغامونه یې افغان وکړو ته استولي، په رینګټونونو کې یې د کرونا ویروس د مخنیوي پیغامونه ایښي، چې مونږ د زړه له کومي ترې منندوی یو.”

هیوادوال هم د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د عامه پوهاوي دغه چاره ارزښتمنه ګڼي او وايي چې لږ تر لږ له دغې لارې ۷ میلیونه افغانانو ته د افغان بیسیم مخابراتي شرکت لخوا زمینه برابره شوې چې د کرونا ویروس له ګواښ څخه د خوندیتوب سپارښتنې تر لاسه کړي.

افغانان له نورو مخابراتي شرکتونو هم غواړي چې په دې حساس وخت کې د خلکو د عامه پوهاوي لپاره لاس په کار شي.

برسیره پر دې، افغان بیسیم یو شمیر طبي ماسکونه هم په کابل کې په خلکو وویشل او له دې سر بیره یې د لنډو لیکلو پیغامونو په لیږلو سره د عامه پوهاوي په برخه کې ونډه اخیستې ده.

Trending

Exit mobile version