تازه خبرونه

د کرونا ویروس پروړاندې مبارزه کې د بیات ګروپ او افغان بیسیم هڅې

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۳۹۹)

بیات ګروپ او افغان بیسیم مخابراتي شرکت د عامې روغتیا وزارت او کابل ښاروالۍ په مرسته د پلازمېنې په اوومه ناحیه کې، چې د کرونا ویروس ډېرې پېښې پکې ثبت شوي، ډیرې سیمې ضد عفوني کړې او د خلکو د روغتیایي  پوهاوې په موخه یې لس زره پوهنیزې پاڼې ووېشلې.

داوود سلطان زوی، د کابل ښاروالۍ سرپرست، د بیات ګروپ د مرستو په رسولو کې مخکښ بولي او وايي حکومت د خلکو له همکارۍ پرته نشي کولی د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې هراړخیز مبارزه وکړي. هغه له نورو خصوصي بنسټونو هم وغوښتل چې د دغې وبا په شنډولو کې ونډه واخلي.

د ویلو وړ ده چې د بیات ګروپ او افغان بیسیم مخابراتي شرکت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د خپلو تدابیرو په ترڅ کې د ښار د ضد عفوني کولو په لومړۍ ورځ د دارالامان سړک، فیض محمد کاتب واټ، دښت برچي، کوټې سنګي، کارتې سه، کارتې چهار، د استقلال روغتون د افغان-جاپان څانګه، پل باغ عمومي، مکروریانونه او د خیرخانې لومړۍ برخه ضد عفوني کړل.

حاجی اسماعیل، د بیات بنسټ مرستیال، وايي په پلازمېنه کې د ضد عفوني کولو پروګرام دوام لري او په راتلونکې کې به هرات، ننګرهار، بلخ، کندهار، کندز او یو شمېر سویلي ولایتونو ته هم دغه لړې وغځیږي.

تر دې دمخه، افغان بیسیم مخابراتي شرکت د هوا ککړتیا په پام کې نیولو سره کابل کې سلګونه زره ماسکونه وېشلي او د کووې-۱۹ د مخنیوي لپاره یې په یو لړ نوښتونو لاس پورې کړی دی.

د کروناویروس له امله د مړینې د احتمال کچه لوړه ده او ښاریان هم مسوول دي چې د دغه ویروس د سمبالولو لپاره خپله ونډه ترسره کړي.

تردې دمه ترټولو غوره ممکنه حل لاره د امکان تر وروستي حده په کورونو کې پاتې کېدل دي چې خلک یې باید په جدي ډول په پام کې ونیسي.

Trending

Exit mobile version