تازه خبرونه

د وسلوالو طالبانو له همفکرانو سره به قانوني چلند وشي- نجیب دانش

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

حکومت به له دې وروسته له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي، چې له وسلوالو طالبانو سره همفکره وي.

مسوولین اندېښنه ښيي، چې وسلوال سخت دریځي او طالبان رسنۍ د فکري خوځښت او غوړاوي لپاره کاروي.

حکومت تازه خبرداری ورکړی، چې د وسلوالو طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو همفکره کسان به په نښه کړي او قانوني چلند به ورسره وکړي.

حکومت دا خبرداری وروسته له هغه ورکړ، چې د کابل په قره باغ ولسوالۍ او سرپل ولایت کې لاریون کوونکیو د وسلوالو طالبانو سپین بیرغونه پورته کړل.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وايي، چې په کابل کې د وسلوالو طالبانو همفکره کسان هم د رسنیو له لارې د هغوی د فکر غوړولو او پراخولو هڅې کوي.

ښاغلی نجیب دانش په دې اړه، چې آیا تر دې دمه یې له طالبانو سره د همفکرۍ په تور څوک نیولي او که نه! څه نه وايي؛ خو زیاتوي، چې د دغه ډول کسانو په وړاندې به چوپ پاتې نه شي.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي، له ترهګرو سره هر راز خواخوږي حکومت ته د منلو وړ نه ده. له هغو کسانو سره به حکومت قانوني چلند وکړي، چې له ترهګرو سره همفکري او همغږي ښیي.  

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې رییس  مجیب خلوتګر هم مني، چې وسلوال طالبان او نورې سخت دریځي ډلې د رسنیو په ګډون هره ممکنه لار د ځان په ګټه د کارولو هڅه کوي.

هغه زیاته کړې؛ د سخت دریځو همفکره کسان زیاتره وخت د رسنیو څخه ګټه پورته کوي؛ خو حکومت هم نه غواړي، چې د وسلوالو طالبانو تبلیغاتي ماشین ویجاړ کړي.

ځيني په دې باور دي، چې د طالبان فکرې وده په هېواد کې تنکۍ د یموکراسۍ ته زیان اړولی او د افغانستان راتلونکي ته سرخوګی جوړوي.

ویل کیږي، چې په دې وروستیو کې انجنیر نظر محمد مطمئین له طالبانو سره د فکري همغږۍ په تور نیول شوی؛ ځکه ، چې نوموړي به تل د رسنیو په سیاسي خبرو اترو کې ګډون کاوه.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version