تازه خبرونه

د ناټو سرمنشي او متیس له افغانستان سره خپلې ژمنې څرګندې کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناټو سرمنشي او د امریکا دفاع وزیر په کابل کې له افغانستان سره خپلې ژمنې څرګندې کړې.

د افغانستان په هکله د امریکا د تګلارې تر اعلام وروسته د لومړي ځل لپاره د ناټو سرمنشي او د امریکا دفاع وزیر یو ځای کابل ته را ورسېدل.

ولسمشر اشرف غني د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ او د امریکا له دفاع وزیر جیمز متیس سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د امریکا د نوې تګلارې په اعلام سره د افغانستان او سیمې برخلیک روښان شو.

ښاغلی غني وویل:  “اوس چې د افغانستان لپاره د امریکې او ناټو تګلاره روښانه شوې ده او جنرال متیس تصمیم نیولی چې نور سرتیري افغانستان ته واستوي، هیله لرم چې د ناټو نورغړي هیوادونه هم در افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره مثبت ځواب ولري.”

 ولسمشر غني هغه رپوټ هم رد کړ چې وایی امریکا په قطر کې ترې د  طالبانو د دفتر د تړلو غوښتنه کړې ده. هغه وایی، طالبان له ملکیانو د سپر په توګه کار اخلي او دغه ډله اوس دوه لارې کې ده.

هغه وویل چې که د سولې بهیر د طالبانو سره پای ته ورسیږي، د نړیوال تروریزم په وړاندې جګړه  به اغیزمنه وي.

ولسمشر زیاته کړه چې طالبان اوس دوه لارې غوره کوی شي، د بهرنیانو او نړیوال تروریزم سره خدمت کولو ته دوام ورکړي او یا دا چې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو پرېکړه وکړي او خپل هیواد ته سوله او سوکالۍ راولي.

د ناټو سرمنشي افغانستان ته خپل سفر له افغانانو سره د دې تړون د دوامداره ژمنو ښودونکی بولي  خو د هغو ستونزو خبره کوي چې  لا هم افغانستان ور سره مخامخ دی او له کابل غواړي چې خپلې ژمنې عملي کړي.

ینس ستولتنبرگ وویل: “زیات پرمختګونه شوي دي خو لا هم تاوتریخوالی، بې ثباتي او زیات فساد شتون لري زمونږ د وتلو بیه  د حضور له بیې څو ځله ډېره ده، که د ناټو ځواکونه ژر افغانستان پریږدي، د دې خطر شته چې افغانستان د ګډوډي په میدان بدل شي  او یو ځل بیا نړیوالې ترهګرۍ ته پټنځای شي.”

هغه زیاته کړه:”مونږ د افغانستان په دولت حساب کوو چې په خپلو ژمنو عمل وکړي د ښې حکومت داري، د قانون د حاکمیت، سمونونو، له فساد سره د مبارزې، د ښځو او نجونو په ګډون د خلکو له حقونو  د ساتنې په برخه کې.”

 د امریکا دفاع وزیر وایی چې  نوې تګلارې نوی فرصت برابر کړی چې په وینا یې له ترهګرۍ  سره مبارزه کې افغانانو ته ښه ملاتړ دی. 

جیمز متیس وویل: “د آسیا په سویل کې بې ثباتي او بنسټ پالنه ټول هېوادونه او د افغانستان خلک ګواښي. مونږ په نوې تګلارې سره دغلته یو چې مونږ ته یې نوی فرصت راکړی نوې تګلاره له ترهګرۍ سره مبارزه کې د ملاتړ په شرایطو ولاړه ده او دا به ښه فرصت برابر کړي.

 د ناټو سرمنشي او د امریکا دفاع وزیر وایی، طالبان نه شي کولی د جګړې په ډګر کې بریالي شي او یواځینۍ لار له سولې سره د هغوي یو ځای کېدل دي.

Trending

Exit mobile version