پرمختګ او بشپړتیا
د کرنې وزارت پر کروندګرو د غنمو لس زره ټنه اصلاح شوی تخم وېشلی
د کرنې او مالدارۍ وزیر وایي؛ د غنمو لس زره متریک ټنه اصلاح شوی تخم پر دوه سوه زره کروندګرو وېشل شوی، چې په څلور سوه زره جریبه کې به وکرل شي.
د زراعت او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی غواړي، چې کروندګر پرځان د بسیاینې لوری خپل کړي او وایي؛ هغو کروندګرو، چې سږ کال اصلاح شوی تخم تر لاسه کړی تر ۵ راتلونکیو کلونو ورته دا اړتیا نه پېښیږي، نور هغه پرې ووېشل شي.
په دې وروستیو کلونو کې وچکالي او د کیمیاوې سرې کموالي هغه ستونزې دي، چې کروندګر ور سره مخ دي.
کابل والي یعقوب حیدري په ډاګه کړې، چې د کیمیاوي سرې تر څنګ د اوبو لږوالي هم کروندګر له ستونزو سره مخ کړي دي.
کروندګر د اصلاح شویو تخونو له وېشلو خوښي څرګنده کړې او عبدالرحمن نومي کروندګر ویلي، چې له اصلاح شويو تخمونو سره به کرنیز محصولات ډېر شي.
افغانستان هر کال د غنمو شپږ میلیون ټنو اصلاح شویو تخمونو ته اړتیا لري.
خبریال: سمیرا ظفري