تازه خبرونه
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ۵ کارکوونکي لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شول
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رییس وایٍي؛ هغو ۵ کارکوونکيو، چې د اصلاحاتو مخنیوی کاوه او د اسنادو په جعل کولو کې یې هم لاس درلود له دندې ګوښه او لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رييس عبدالعزیز آریایي وايي، چې د ټاکنیزو بنسټونو د کار له پیل راهیسې د اصلاحاتو او په چارو کې د سمون راوستو لپاره ډېر لږ کارونه شوي دي.
دی زیاتوي، چې د کمیسیون مسلکي مرستیال، د څېړنې او تحلیل رييس، د بشري منابعو ريیس، د اسنادو او ارتباط آمر او د حاضرۍ مدیر له دندو ګوښه شوي دي.
ښاغلی آریایي پر دغو کسانو تور لګوي، چې د اصلاحاتو مخه یې نیولې وه او سندونه یې جعل کړي وه.
هغه دا هم په ډاګه کړې، چې دغه کسان دندې ته نه راتلل او د خیالي مامورینو په توګه یې معاشونه اخیستل.
اریایي زیاتوي، د ګوښه شویو کسانو ساتونکیو د کمیسیون ودانۍ هم د یکشنبې په ورځ کلابنده کړې وه.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مرستیاله حمیرا حقمل د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رييس هم پر اداري فساد تورن کړ او وايي، چې د کمیسیون دا پرېکړه له قانون سره په ټکر کې ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رييس له حکومته هم غواړي، چې د کمیسیون خپلواکۍ ته درناوی وکړي. دی وېره څرګندوي، چې که حالت همداسې وي، راتلونکې ټاکنې به له تېرو ټاکنو ډېرې ستونزمنې وي.
خبریال: فواد ناصري