تازه خبرونه
د کانونو او طبیعي زیرمو ۲۰۷ تړونونه به له زورواکو سره لاسلیک شي
له اداري فساد سره د مبارزې شبکه مخکې له مخکې وېره څرګندوي، چې د کانونو او طبیعي زیرمو په تړونونو کې بډو اخیستو ته زمینه برابره شوې او د کانونو وزارت لخوا دوه سوه اووه تړونونه لاسلیک ته تیار دي، چې ښايي له راتلونکي کې له زورواکو سره لاسلیک شي.
له اداري فساد سره د مبارزې د شبکې رييس زمان امرخېل وايي، چې د کانونو وزارت په هر تړون کې تر سل زره دالرو بډې اخیستو ته زمینه برابره کړې ده.
د دغې شبکې په رپوټ کې راغلي، چې دغه تړونونه ښايي د ولسي جرګې غړیو، د کابینې وزیرانو او په حکومت کې د ننه او د باندې زورواکو ته ورکړشي.
نوموړی زیاتوي؛ زورواکي هڅه کوي په ناامنه سیمو کې د کانونو د سپړنې تړونونه لاسلیک کړي، چې څارونکي بنسټونه هم ونه شي کولی پرې څارنه وکړي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ ځينې کانونه له کشف وروسته پرته له دې، چې قانوني استخراج یې پیل شي، زورواکو په خپل کنټرول کې اخیستي او سپړلي یې دي.
دا، چې چا د کانونو ناقانونه استخراج او سپړلو ته زمینه برابره کړې؛ مسوولین یې په اړه داسې وايي:
له اداري فساد سره د مبارزې شبکې غړی: دبیح الله وردګ وایي، هغه۹ اندېښنه، چې د کانونو په اړه راپورته شوې؛ ستر لامل یې د حکومت نه پاملرنه ده.
د کانونو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې له اداري فساد سره د مبارزې دغې شبکې رپوټ ورکړی و، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې لس زره سیمې د زورواکو لخوا نیول شوي او د څرګندونو له مخې یې حکومت په بې تفاوتۍ د دوی رپوټونه بابیزه ګڼلي دي.