تازه خبرونه
د نالوستنې د له منځه وړلو لپاره ملي ملاتړ ته اړتیا ده- دانش
په هېواد کې څه باندې شپېته سلنه وګړي له لیک لوست بې برخې دي او اړتیا ده، چې په دې برخه کې ډېر کار وشي.
د لیک لوست د زدکړې ملي کمیتې د دیني عالمانو په حضور کې فوق العاده ناسته جوړه کړه، چې په کې
د ولسمشر دوه یم مرستیال سروردانش وویل: حکومت مسوول دی، چې نالوستنه پای ته ورسوي؛ خو په وینا یې د دیني عالمانو او رسنیو له همکاري پرته به کیدونکې هڅې پایله ورنکړي.
د لیک لوست د زدکړې مرستیال سردار محمد رحیمي وایي، نالوستنې ته په کتو اړتیا ده، چې د دې پدیدې د له منځه وړلو لپاره ډېرې پیسې بېلې شي.
د نوموړي په وینا؛ دمګړۍ مونږ په هېواد کې ۶۰ سلنه نالوستي لرو.
بېوزلي، وزګارتیا او ناامني د لیک لوست د لارې لوی خنډونه یادیږي او تر هغې، چې د نالوستنې د له منځه وړلو لپاره عملي تګلارې په پام کې ونه نیول شي، ستونزمنه به وي، چې خلک له لیک لوست برخمن شي.
خبریال: رفیع صدیقي