تازه خبرونه

د کاپي رایت قانون نه رعایت ننګونې را ولاړې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خپرندویو ټولنو لخوا د کاپي رایت قانون نه رعایت ننګونې را ولاړې کړي دي.

دغه ستونزه وروسته له هغې راپورته شوه، چې (روایتي از درون) د رنګین دافرسپنتا په قلم لیکل شوی کتاب چاپ شو؛ خو پي دي ایف بڼه یې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شوه.

د عازم انتشاراتو رییس اجمل عازم، چې دغه کتاب چاپ کړی ، وایي د کاپي رایت قانون تر دې دمه په پام کې نه دی نیول شوی؛ خپرندوي تل زیانمن شوی، چاپ شوی کتاب نه پلورل کیږي او زیان ویني.

عازم انتشاراتو، چې مخکې یې هره ورځ پېنځه زره ټوکه کتابونه چاپول اوس یې خپل کار درولی دی.

ښاغلی اجمل عازم زیاتوي؛ د یو میلیون دالرو پر ارزښت یې کتابونه چاپ کړي، چې نه دي پلورل شوي.

د عازم انتشاراتو د طراحۍ مسوول اکمل عازم وایي؛ مونږ له پوهانو او محصلینو غواړو، چې د خپروونکي حق خوندي کړي او د له منځه وړلو هڅه یې ونکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند محمد صابر مومند د ناقانونه خپراوي د عاملانو پر څارنه ټینګار کوي او وایي،  د  عازم انتشاراتو دوسیه به څارنوالي ته ولیږل شي.

د نوموړي په وینا؛ د عازم انتشاراتو اندېښنه مونږ ته رارسیدلې او هغه مو څارنوالۍ ته لیږلې ده.  

مخکې له دې  ګڼو لیکوالانو او خپرندویو ټولنو د خپلو آثارو د ناقانونه چاپ او خپراوي په تړاو اندېښنې ښودلې وې او ویل شوي وه، چې که د  کاپي رایت قانون رعایت نه شي؛ د افغانستان د انتشاراتو صنعت، چې تازه یې په کار پیل کړی، زیان وویني او دا به د افغا نستان نالوستې ټولنې ته دروند ګوزار وي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version