سوداگري
د کجکي د دوه یم فاز د جوړیدو چارې ژر پیل کیږي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هلمند سیند د نورو سیندونو پر پرتله ډېرې اوبه لري؛ خو د دې اوبو د سمې کارونې په برخه کې حکومت کار نه دی کړی.
په کندهار او هلمند ولایتونو کې ناامنیو د دې بند چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د مالیې وزارت ویاند وایي، په دې سره به د دې بند د برښنا د تولید ظرفیت له پنځوس څخه ۱۵۰ میګاوات ته پورته شي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې لګښت ۱۷۵ میلیون دالرو ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د برښنا اتیا سلنه وارداتي هغه جوړوي؛ خو باور کیږي، چې که افغانستان هڅه وکړي، دومره انرژي تولید کیدای شي، چې حتا نورو هېوادونو ته هم صادریدای شي.