تازه خبرونه

د ودونو د مراسمو قانون توشیح او په رسمي ګڼه کې خپور شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د عدلیې وزارت ویاند وایي، د ناوې خپلوان نه شي کولی د ودونو په مناسبت د زوم له کورنۍ طویانه، قلین، د شیدو بیه ولور او جېز په جبري توګه تر لاسه کړي.

د طویانې اخیستل د ودونو په وړاندې یو لوی سرخوږی دی، چې د ځوانانو لپاره یې ډېرې ستونزې را ولاړې کړي دي.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت وایي: د ناوې خپلوان نه شي کولی د ودونو په مناسبت د زوم له کورنۍ طویانه، قلین، د شیدو بیه ولور او جېز په جبري ډول د مخکیني شرط په توګه واخلي. 

د عدلیې وزارت د خپل قانون خبره کوي، چې ورسره به په ودونو کې له لوړو لګښتونو مخنیوی کیږي.

د عدلیې وزارت وایي، د قانون له مخې به له سرغړونکیو سره قانوني چلند وشي.

شفیق شایان او شبنم نومي هغه جوړه ده، چې یو کال یې له کوژدې تېر شوی دی.

 دوي وایي،  ناوړه دودونو یې ژوند ډېر تریخ کړی دی.

شفیق شایان وایي: زمونږ په فرهنګ کې خرافاتي دودونه شته، چې؛ له بدو کړنو راوتلي، ستونزې یې رامنځته کړي او اوس یې له کبله ځوانان پخپل وخت ودونه نشي کولی. دواړه خواوې داسې غوښتنې لري، چې مونږ یې له کبله پخپل وخت نشو کولی واده وکړو.             

که څه هم په ښارونو کې لوکس هوتلونه جوړ شوي او پر ودونو لګښتونه ان دوه میلیون افغانیو ته رسیږي؛ خو د هوتلونو ټولنه وایي، چې په ودونو کې ډېر کمی راغلی دی.

د هوتلونو ټولنې رییس محمد نادر قرغه یي وایي: د خلکو اقتصاد د تېر کال په پرتله کمزوری شوی او په ودونو کې هم کمی راغلی دی. ډېر لږ خلک راځي؛ خو هغه هم ټیټه یا منځنۍ مینو غوره کوي.         

د ښځو او ماشومانو د ځورولو د مخنیوي قانون د عدلیې وزارت لخوا خپور شوی او نافذ ګڼل کیږي.

خبریال: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version