پرمختګ او بشپړتیا
د نغلو بند لومړی توربین بیا ورغول شو
د برښنا وزارت چارواکي وایي، چې له ۸ کلونو ځنډ وروسته د نغلوبند لومړی توربین د څه باندې ۶ میلیون دالرو پر ارزښت له بیا رغاونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د نغلو برښنا بند لومړی توربین کولی شي، چې ۲۵ میګاواته برښنا تولید کړي؛ خو د اوبو کمی د دې سبب شوی، چې اوس یوازې ۱۵ میګاواته برښنا تولید کړي.
د برښنا شرکت رییس امان الله غالب وایي؛ تر شپږ میاشتو به د څلورم توربین د بیا رغاونې چارې هم پیل شي، چې له بشپړیدو سره به د دې بند د برښنا د تولید کچه ۱۰۰ میګاواتو ته ورسیږي.
هغه زیاتوي: د خودکفایۍ او کورنیو تولیداتو د ودې لپاره غواړو، چې وارداتي برښنا پر داخلي او ترانزیتي برښنا واړوو.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي وایي، چې په ختیځو ولایتونو کې برښنا لږ ده.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی سید اکرام وایي: په ننګرهار ولایت کې د برښنا شتوالی د دې ولایت د خلکو اړتیا ده او اقتصادي وده رامنځته کوي.
د برښنا شرکت رییس بیا وایي: له وارداتي برښنا سره د ننګرهار او لغمان پر نښلولو نور پروګرامونه هم شته، چې ختیځو ولایتونو ته په پام کې نیول شوي دي.
نغلو د هېواد یو ستر برښنا بند دی، چې د ۱۰۰ میګاوات برښنا ظرفیت لري، چې اوس د اوبو د لږوالي له کبله یوازې ۴۰ میګاوات برښنا تولیدوي.