تازه خبرونه
د ټاکنو تر وخته به لس میلیون تذکرې ووېشل شي- چارواکي
د وګړیو د احوال ثبتولو اداره وايي، چې د ټاکنو تر وخته به لس میلیون نوې تذکرې ووېشل شي، چې د جعل کولو امکانات یې ډېر کم دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې ویلي، چې افغانان به دا ځل په پارلماني ټاکنو کې د تذکرو له مخې ګډون کوي.
د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې په کابل کې درې څانګې پرانیستي، چې خلک وکولی شي هره ورځ په آسانۍ تر ۱۵۰کاغذي تذکرې تر لاسه کړي.
د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، چې د کاغذي تذکرو په وېش کې پوره پاملرنه روانه ده؛ ځکه، چې د همدغو تذکرو له مخې خلک په ټاکنو کې ګډون کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ که څه هم تذکرې کاغذي دي، خو د پخوانیو سره توپیر لري او د جعل کولو امکانات یې ډېر کم دی.
د کابل اوسیدونکی جاوید نومی، چې تذکره اخیستي وايي؛ د تذکرې اخیستل ډېر آسانه شوي دي.
د یادونې ده، چې د کاغذي تذکرې اخیستو لپاره د ګذر د وکیل پخلی اړین دی.