تازه خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوملیکنې د بهیر له احتمالي غزیدو خبر ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د نوملیکنې روان پیکه بهیر د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د قناعت وړ نه بریښي؛ نو، ځکه د نوملیکنې د وخت غزولو خبره کوي.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخپل وخت د ټاکنو له تر سره کیدو خبرې کوي؛ خو د ټاکنو په وړاندې امنیت ستره ستونزه بولي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره په لومړي بهیر کې، چې د تذکرې اخیستل او نوملیکنه ده، تر اوسه درې سوه زره کسانو نومونه لیکلي دي.

د اټکلي شمېر له مخې؛ د افغانستان دیارلس میلیون وګړي په ټاکنو کې د ګډون او رایې ورکولو لپاره برابر دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړې ملیحه حسن وایي: هیله من یو، چې په نوملیکنه کې د خلکو ورځ په ورځ ډېریدونکی ګډون نور هم پراخ شي. الله مکړه که ترې راضي نه وو، کولی شو په ښارونو کې یې لومړی پړاو وغزوو.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولینو د ټاکنو د تر سره کولو لپاره ډاډمن ګامونه پورته کړي؛ خو له امنیتي بنسټونو غواړي، چې د ټاکنو د بهیر لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیس عبدالبدیع صیاد وایي: کمیسیون د نوملیکنې په اړه ښه ډاډمن روان دی، چې د یو شمېر لپاره د دیموکراسۍ او د دیني عالمانو لپاره د بیعت یو ښه اصل دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مالي او اداري مرستیال معاذ الله دولتي وایي: هیله من یو، چې امنیتي ځواکونه د ورته بریدونو مخه ونیسي؛ خلک وکړای شي په ډاډمنه توګه د تذکرو او نوملیکنې مرکزونو ته ولاړ شي.  

دیني عالمان هم په ټاکنو کې ګډون د هر وګړي اسلامي مسوولیت ګڼي.

د افغانستان د عالمانو شورا غړی مصطفي بارکزی وایي:  په تخنیکي برخه کې مونږ له ننګونې سره مخ یو، چې امنیت په کې ستره ونډه لري.

د افغانستان د عالمانو شورا غړی حافظ نصرالله د خلکو پر یووالي ټینګار کوي او وایي: مونږ د دین عالمان له خلکو غواړو، چې د یو او بل په ډاډ د نوملیکنې مرکزونو ته ولاړ شي.  

ځيني په دې باور دي، چې د ټاکنو لپاره اوسني اخیستل شوي ګامونه باید درې میاشتې مخکې پورته شوي وای.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس امام محمد وریماچ وایي: مونږ باید د نوملیکنې او پوهاوي دغه بهیر درې میاشتې مخکې پیل کړی وای؛ ځکه، چې کمیسیون اوس ډېر لږ وخت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د تذکرو اخیستو او نوملیکنې مهم بهیر په پلازمېنه کابل کې په ټپه ولاړدی.

د تذکرو د وېش دفترونه وروسته له هغې وتړل شول، چې د کابل د برچي پر یوه دفتر ځانمرګي برید ۵۷ کسان ووژل او ۱۱۹ نور یې ټپیان کړل.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version