تازه خبرونه

د ټاکنیز بهیر له نمګړتیاوو پرده پورته شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ تازه راپور ښیي، چې اوس هم د ټاکنو په لړۍ کې نمګړتیاوې شته دی.

د دغه راپورله مخې؛ د نوماندانو د نوملیکني لپاره کافي وخت نشته، د نوملیکني په بهیر کې د اعتراضونو د ثبت لپاره د وخت نشتوالی، ـ د ټاکنیزو مبارزو ژر پیلیدل، د نوماندانو د لومړني نوملړ په اړه د اعتراضونو د ثبت لپاره د وخت لږوالی، د ټاکنیزو حوزو د کمولو په اړه ابهامات او له ټاکنو وروسته د شکایاتو د ثبتولو لپاره لږ وخت.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه رییس یوسف رشید وایي: د ټاکنو د ترسره کولو نېټه ټولو ته د سرې کرښې په توګه ښکاري؛ ځکه هر څه په کې د اساسي قانون له مخې ښودل کیږي. خلک نوماندان او سیاسیون پرې ډاډمن وي. دا، چې د ټاکنو کمیسیون به دا ځواک ولري، چې د ټاکلې نېټې له مخې خپل کارونه تر سره کړي او کنه دا به وخت وښيي.   

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر سید حفیظ هاشمي په دې اړه داسې وایې: کمیسیون د شکایتونو د اوریدو لپاره دغه وخت بشپړ بولي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پارلماني ټاکنو بشپړ زماني جدول اعلام کړی، چې پربنسټ یې پارلمانې ټاکنې د تلي په ۲۸ نېټه ترسره کیږي او د نوماندانو د نوملیکنې بهیر به هم د جوزا له ۵ پیل او تر ۲۲ نېټې به روان وي. دغه راز به وروستی نوملړ د زمري پر ۱۲ اعلامیږي. د لړم پر ۱۹ لومړنۍ پایلې او د لیندۍ پر ۲۹ وروستۍ پایلې اعلامیږي.

Trending

Exit mobile version