تازه خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون اوس د تذکرو پر کاپۍ ستیکرونه لګوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ډاګه کړې، چې د تذکرو پر کاپۍ د ستیکرونو لګول د ځینو حکومتي مشرانو او کمیسیون ګډه پرېکړه ده.

د ټاکنو د تر سره کیدو څرنګوالی تل اندېښنې راپارولي. اوس ویل کیږي، چې د ټاکنو کمیسیون د تذکرو پر کاپیو ستیکرونه لګوي؛ خو د ټاکنو قانون د نولسمې مادې له مخې: د ټاکنو تر سره کیدو لپاره اجرائیوي کړنې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له واکونو دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی رفیع الله بیدار وایي: له ټاکنو څخه د ملاتړ په ناسته کې، چې دولت او نړیوالې ټولنې په کې ګډون کړی و؛ داکتر عبدالله، سرور دانش او په پای کې اشرف غني له څو اړخونو مطرح شول. په پای کې پرېکړه وشوه، چې ستیکرونه دې د تذکرو پر کاپیو ولګول شي.              

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي، چې ولسمشر د ټاکنو په بهیر کې هیڅ راز دخالت نه لري.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، د  تذکرو پر کاپۍ د ستیکرونو لګول به د ټاکنو روڼتیا تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ غړی شمس راسخ وایي: په ځای د دې، چې پرېکړې په کمیسیون کې دننه تر سره شي، هغه د ارګ تر اغېز لاندې رامنځته کیږي. دې کار د درغلیو اندېښنې ډېرې کړې دي.                  

په همدې حال کې ځینې خلک د رایي ورکولو د نوملیکنې پر بهیر بې باوره دي او ویل کیږي: هر څومره، چې دغه بهیر تمدید شي او یا د تذکرو له کاپۍ کار واخیستل شي، رایې نه ورکوي.

دغه راز د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي؛  حکومت مکلف دی، چې ټاکنو ته شرایط برابر کړي، له دې پرته به د دې وضعیت دوام د دې سبب شي، چې خلک په ټاکنو کې لږ ګډون ولري او دا به د ټاکنو مشروعیت ترپوښتنې لاندې راولي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وایي، د تذکرو پر کاپيو د ستیکرونو لګول به ټاکنې له پراخو درغلیو سره مخ کړي.

د ولسي جرګې غړی حمیدالله توخي وایي، حکومت د ټاکنو پر کمیسیون دا پرېکړه په زور منلې ده.

مخکې له دې به په اصلي تذکرو کې ستیکرونه لګیدل؛ خو ځینې خلک اندېښمن ول، چې دا به یې سر ته خطره جوړه کړي.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version