تازه خبرونه

د کانونو وزارت لګښتونه له عوایدو ډېر لوړ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کانونه، دولت ته د عوایدو لویه سرچینه ده؛ خو د هغو اسنادو له مخې، چې آریانا نیوز تر لاسه کړي د کانونو وزارت لګښتونه له عوایدو ډېر لوړ ښیي او عواید یې په وروستیو ۵ کلونو کې په بېسارې توګه کم شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ له لوړو معاشونو سره د سلاکارانو استخدام، د سرپرستانو په توګه د قراردادي کارکوونکیو ګمارنه او د قراردادي شرکتونو نږدې ۵ میلیون افغانۍ پورونه ټول هغه موارد دي، چې د کانونو په وزارت کې له پراخ فساد پرده پورته کوي.

د کانونو او پترولیم وزارت عواید او لګښت د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۵ کلونو تر منځ څه باندې څلور میلیارد افغانۍ کسر لري.

له ۱۳۹۱ تر ۱۳۹۵ کلونو د کانونو وزارت ټولیز عواید  نهه میلیارد و  اووه سوه اتلس میلیون و دو سوه درویشت زره او څلور سوه شپږ څلویښت افغانۍ و.

د افغانستان روڼتیا څار رییس سید اکرام افضلي وایي: په تېرو څو کلونو کې د کانونو وزارت پر مصرفي وزارت اوښتی، چې ستر دلیل یې پراخ فساد  او ځواب نه ورکوونکی جوړښت دی.       

د دې تر څنګ ځینې شرکنونه د قانوني سرغړونو او د تړونونو په ګټو کې د لاسوهنې تر څنګ  دولت نږدې څلور میلیون دالره او نږدې ۵۵ میلیون افغانۍ قرضدار دي. دغه پورونه له څو کلونو راپدیخوا نه دي ورکړشوي.

د کانونو د څارنې شبکې غړی ابراهیم جعفري وایي: اداري دسپلین، چې باید یو وزارت ولري؛ دلته له منځه تلی دی؛ د وزارت واحدونه د یو او بل په وړاندې دریږي.            

د راپور د څرګندونو له مخې؛ د بغلان، تخار، ننګرهار، بدخشان، هرات او کابل ولایتونو د کانونو په پروژو کې فساد او د تړون له ګټو سرغړونې هم شوي دي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند مطفي وایي: په دې وروستیو کې مو د پورونو کمیته جوړه کړې، چې له ځینو شرکتونو پورونه راټول شوي؛ ځکه، نو عواید مو لوړ شوي دي.        

کاري نیمګړتیاوې، ناقانونه کړنې او په تړونونو کې مالي فساد په دې وزارت کې د کارونو د خرابي لوی علتونه یادیږي.

د بېلګې په توګه، د کانونو پخواني وزیر ابراهیم عادل د بغلان د سمنتو غوري کارخانې تړون له افغان انوسمنت کمپنۍ سره د نهه څلویښت کلونو لپاره لاسلیک کړی و، چې د کانونو وزارت ۳۰ کاله ټاکلي دي.

د کانونو وزارت دې ټولو اندېښنو او د فساد په وړاندې وروستیو اقداماتو ته په پام سره داسې وایي.

ښاغلي مطفي څرګنده کړې، چې وزارت په دې وروستیو کې دوه کاره کړي؛ لومړی اصلاحاتي پروګرام جوړول او دوه یم دا، چې استخراجي مدیریت څنګه وارزوو.         

د کانونو په وزارت کې سرپرستي بله ننګونه ده، چې د سرپرست وزیرې په ګډون د دې وزارت دوه په درېیمه برخه ریاستونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.

د کانونو وزارت له چارو څارونکي بنسټونه وایي، ولسمشر د دې وزارت ټول واکونه اخیستي او د ټولو کانونو د داوطلبي بهیرونه یې هم ځنډولي دي.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version