تازه خبرونه
د کرنې وزارت په هېواد کې تولید شوې سره پر کروندګرو وېشي
د کرنې وزارت مسوولین وايي، چې د مزار د سرې او برښنا له کارخونې شل زره متریک ټنه سره پېري او د هېواد پر کروندګرو یې وېشي.
د کرنې وزارت له کانونو وزارت سره داسې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د مزار شریف د سرې او برښنا فابریکه د کرنې وزارت لپاره شل زره متریک ټنه کیمیاوي سره تولیدوي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي زیاتوي، چې په کور د ننه به دغه تولید شوې سره پر کروندګرو پر پېنځه دېرش سلنه سب سایدۍ یعنې له اصلي بیې پېنځه دېرش سلنه ټيټه ووېشي.
د کانونو وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي؛ د کورنيو تولیداتو د هڅولو او د عوایدو د ډېریدو په موخه مو پام دې ته راګرزول شوی، چې په کور د ننه د کیمیاوي سرې تولید ډېر او پر بهرنیو هېوادونو له دې اړخه د ډېرې تکیا کولو اړتیا را ټيټه او کرار کرار ځان د بسیاینې خوا ته نږدې کړو.
نوموړي دا هم ویلي، چې مونږ په هېواد کې دننه د کرونګرو د اړتیا وړ سرې د برا برولو وړتیا لرو او ژمن یو، چې پخپل وخت به ورته د اړتیا وړ سره برابره شي.
پخوا د افغانستان خپلې کیمیاوي سرې لوړ کیفیت درلود او کروندګر؛ ځکه ترې خوښ ول، چې پر کرنیزو محصولاتو یې مثبته اغېزه کوله؛ خو اوس زیاتره کیمیاوې سره له پاکستان او د مرکزي آسیا له هېوادونو راواردیږي. حکومت باید د خپلې تولید شوې سرې پلورل په بازارونو کې مدیریت کړي.