تازه خبرونه

د ټاکنو کمیسیون د لنډ مهاله کارکوونکیو د ګومارنې کړنلار نلري- څارونکي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو څارونکي بنسټونه پر ټاکنیز کمیسیون نیوکه کوي، چې د موقتي مامورینو د استخدام کړنلار نلري.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته شاوخوا دوه نیمې میاشتې پاتې دي؛ خو اوس هم له پېنځه زره څخه د زیاتو مرکزونو لپاره د موقتي کارکوونکي د ګومارنې کړنلار نده جوړه شوې.

د افغانستان د ټاکنو قانون د درویشتمي مادې له مخې؛ د ټاکنو د مرکزونو موقتي کارکوونکي، د ښوونځيو او لوړو زدکړو موسسو له ښوونکیو او دولتي مامورینو څخه د هغې کړنلارې له مخې ګومارل کیږي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا چمتو کیږي. که د دغه ډول اشخاصو د ګومارنې امکان نه وي؛ نو ټول هغه کسان، چې پر شرایطو برابر وي، پر دنده ګومارل کیدای شي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائيوي رييس یوسف رشید وایي، په ټاکنیزو مرکزونو کې تر دې دمه د استخدام بهیر پیل شوی ندی او باید دغه چارې تر سره شي؛ ځکه لنډمهاله کارکوونکي روزنې ته اړتیا لري. په داسې حال کې، چې د ټاکنو کمیسیون دې کار ته تر دې دمه کړنلار نده جوړه کړې، چې څنګه له اړوند ادارو څخه وګومارل شي. په دې اړه ملاتړ، لاسوهنه او فشار هغه مسایل دي، چې باید نه یوازې کار پرې وشي، بلکې بشپړه پاملرنه هم غواړي.

د افغانستان د روڼتیا بنسټ د پروګرامونو مدیر حبیب الله شینواری وایي، تر دې دمه کمیسیون په دې اړه پلان او پروګرام نلري؛ خو اړینه ده، چې خپل پلان جوړ او پر پلی کیدو یې غور وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې اوس هم وخت لرو او د موقتي مامورینو د ګومارنې پر کړنلار کار روان دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیط الله هاشمي وایي، مونږ نن د کړنلارې پر جوړولو بحث وکړ، چې یوه تګلار رامنځته کړو. مونږ د موقتي کارکوونکیو ګومارنې ته هم وخت لرو.

په افغانستان کې له اووه زره درې سوه ډېر مرکزونه پر نښه شوي، چې د ناامنیو له کبله یې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې لپاره دوه زره دوه سوه شل تړل شوي دي.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version