تازه خبرونه

د کرنې او مالدارۍ وزارت غواړي ۶ نورې سیلوګانې جوړې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکي وایي؛ پخوانۍ سیلوګانې، چې د شوروي اتحاد پر مرسته جوړې شوې وې د کورنیو جګړو له کبله نه یوازې زیانمنې شوي، بلکې د پېچلي سیستم پر لامل یې اوس حکومت د نويو سیلوګانو د جوړولو پرېکړې ته اړ کړی دی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي؛ پخوانۍ سیلوګانې، چې پخواني شوروي اتحاد په بغلان، بلخ، کندوز، هرات، کندهار او کابل کې جوړې کړي د کورنیو جګړو پر مهال له فعالیته لویدلې دي.

د کرنې وزارت مسوولین وايي، د دغو سیلو ګانو پر بیارغاونه نږدي دېرش میلیون دالرلګښت راځي او  اړتیا ده، چې پر دغو پیسو حکومت په ښه وړتیا شپږ نوې سیلوګاني جوړې کړي. اوس به په کابل او کندهار کې د نويو سیلو ګانو د عملي کار د پیل لړۍ په چټکۍ پیل شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي: مونږ هڅه کوو، چې د نويو سیلو ګانو کارونه په چټکۍ  پیل شي؛ خو له شپږ نویو سیلوګانو څخه به دمګړۍ د کندهار او کابل د سیلوګانو کار ډېر ژر پیل شي.

ځینې اقتصادي کارپوهان بیا د  کرنې پر وزارت نیوکه کوي، چې کارونه یې منظم ندي او د وړتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې یې لازمې هڅې ندي کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه مزمل شنیواری زیاتوي؛ د کرني وزارت باید په هغو ادارو کې، چې د پانګونې د جذب امکان لري، خصوصی سکتور ته هم د پانګونې زمینه برابره کړې.

د کرنې او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د دغه وزارت ټولې تصدۍ فعالې کړي؛ ځکه هم به تولید ډېر شي او هم به خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version