تازه خبرونه

د مسکو ناسته د لیدلوریو د ټکر له کبله ځنډیدلې- بهرنیو چارو وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د مسکو ناسته د افغان حکومت د سولې له لیدلوري سره د ټکر له کبله ځنډیدلې ده.

روسیې د امریکا، افغانستان، پاکستان او د مرکزي آسیا د هېوادونو په ګډون له دولس هېوادونو او طالبانو غوښتي وه، چې دې ناستې ته ورشي.

طالبانو ویلي وه، چې په دې ناسته کې ګډون کوي؛ خو کابل او واشنګټن په ډاګه کړې وه، چې د ناستې په اړه له افغان حکومت سره همغږي نده شوې، نو ګډون په کې نه کوي.

تېره ورځ(د وږي ۵) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په تیلیفوني اړیکه کې د مسکو ناسته، چې ټاکل شوې وه د سپتمبر پر ۴ چې د وږي له ۱۳ سره برابره ده جوړه شي؛ وځنډول شوه.

دا، چې کابل او مسکو به کله د ناستې پر نېټه او محتوا هوکړې ته رسیږي؛ معلومه نه ده.

د بهرنیو چارو وزارت اداري معین نصیر احمد اندیشه وایي، چې له دغې ناستې سره د ټکر یوه مساله د طالبانو د استازیو ور بلل دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دې غونډې ته د طالبانو بلل له رامنځته شوې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع سره په ټکر کې دي او مونږ باید د اړوند اجماع له مخې خبرې وکړو.

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وایي؛ کوم څه، چې ډېر له خطره ډک ښکاري، هغه په سیمه کې د سترو ځواکونو د ګټو لټون دی.

د نوموړي په خبره: روس او امریکا، چې په سیمه کې د افغانستان د قضیې په اړه کوم تضاد لري؛ روس یې د مسکو او امریکا یې د قطر او نورو سیمو په ناستو کې څاري.  

پخواني طالب چارواکي وایي؛ د ناستې ځنډيدل به د دې سبب شي، چې طالبان د مسکو په ناسته کې ګډون ونکړي.

د طالبانو پخوانی غړی نظر محمد مطمئین وایي، چې د مسکو ناستې ځنډول د امریکا د سولې هڅې له شک سره مخ کوي. ښه به دا وه، چې د افغانستان حکومت او امریکا په دې ناسته کې ګډون کړی وای. اوس، چې وځنډیده؛ فکر کیږي، چې د افغانستان حکومت په بهرني سیاست کې د امریکا تګلاره څاري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له افغان حکومتي مشرانو سره په خبرو کې د افغانانو په مالکیت د سولې له بهیره د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version