تازه خبرونه

د ټاکنو پر ورځ به د رای ورکولو اووه زره مرکزونه تړلي وي- تدامیچي یاماموتو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په امنیت شورا کې ویلي، چې د ټاکنو پر ورځ به د رای ورکولو اووه زره مرکزونه د ناامنیو له کبله تړلي وي.  

د افغانستان امنیتي وضعیت او د رڼو ټاکنو تر سره کیدل تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې تر بحث لاندې راغلل؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په یوه راپور کې وویل: اوس هم د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د سراسري ټاکنو تر سره کیدل دموکراتیکو بنسټونو ته یوه آزموینه ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي زیاته کړې؛ دې مسالې د ټاکنو د نه سراسري توب په اړه اندېښنې را ولاړې کړي دي.  مهمه پوښتنه دا نده، چې ټاکنې به نامناسبې وي او که نه. پوښتنه دا ده، چې د افغانستان ټاکنیزې ادارې به دا محدودیتونه څنګه مدیریت کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی راتلوونکې ټاکنې افغانستان ته برخلیک ټاکوونکې بولي او ټینګار کوي، چې  نړیواله ټولنه به د رڼو ټاکنو تر سره کولو ته بشپړې هڅې تر سره کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو زیاتوي؛ ټاکنې تر سره کول د افغانستان لپاره اساسي پرېکړه ده، چې د افغانستان پر راتلوونکي مثبت اغېز لري.

په داسې حال کې، چې د طالب استازیو او امریکایي چارواکو د لیدنو خبرونه زمزمه کیږي او د ملګرو ملتونو په ټولنه کې هم د افغانستان دایمي استازی د افغانستان د جګړې ‎پای ته هیله من دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل وایي، چې افغانستان د سیمې او نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري او دا مرسته د افغانستان لپاره د سولې په بهیر کې د بریالیتوب لپاره ډېره اړینه ده.

افغانستان د ژنیو ناستې په درشل کې دی، چې په کې د افغانستان او مرستندویانو مرستې، ژمنې او مکلفیتونه څېړل کیږي.

خبریال: سید مختار هوشمند

Trending

Exit mobile version