تازه خبرونه

د ټاکنو له بهیره رارسیدلیو انځورونو درغلۍ روښانه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آریانا نیوز تر لاسه شوي انځورونه د ولسي جرګې د دوه ورځنیو ټاکنو بهیر له هغه څه سره ډېر متفاوت ښيي، چې د ټاکنو مسوولینو یې په اړه خلکو ته ډاډ ورکړی و.

د دغو انځورونو له مخې؛ د ټاکنو په نوملړ کې د اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله نوم نه و او یا هم دا، چې د پنجشیر والي څه ډول خپله رایه ورکوي؛ هغه پرته له دې، چې بایومتریک بشپړ کړي؛ خپله رایه کاروي.

په یوه بله سیمه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون هیڅ  کارکوونکی نشته او د ټاکنو اساس توکي د خلکو لاس ته لویدلي دي.

په کاپیسا کې یو سړی څو ځله رایه ورکوي.

په سرپل کې بیا د درغلیو له کبله شخړه هم شوې ده.

په پروان کې له کړنلارې خلاف پولیس له وسلو سره رای مرکزونو ته ننوتي.

په بامیانو کې موظف سړی په بایو متریک نه پوهیږي.

د ولسي جرګې غړی حضرت علي وایي؛ رښتیا داده، چې کمیسیون ملنډې وهلي دي. باید دې ستونزو ته ځواب ورکړي.

د حزب اسلامي رهبر ټاکنې مسخره ګڼلي.

اجرائيه رييس هم ټاکنې له ستونزو ډکې وبللې.

خلک وايي، چې په ټاکنو کې پلان شوې درغلۍ شوې دي.

سیاسي ډلې وايي، چې کمیسیون د خلکو سترګو ته خاورې شني.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپل ځواب داسې وړاندې کوي:

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس عبدالبدیع صیاد وایي: که څه هم ټاکنو ستونزې لرلې؛ خو ولسمشریزو ټاکنو ته یوه ښه تجربه ده.

د حزب اسلامي غړی همایون افغان وایي: په خواشینۍ، چې کمیسیون د خلکو له غوښتنو سره سمې ټاکنې تر سره نکړې؛ ځکه، نو دا یو ماتیدونکی حالت دی. کمیسیون باید سرغړوونکي جریمه کړي، چې ولسمشریزو ټاکنو ته دا ستونزې پاتې نشي.

دغه راز ویل کیږي، چې  د هېواد په ټولو ولایتونو نوماندانو سر له اوسه خپل اعتراضونه پیل کړي دي.  

په ځینو سیمو کې، چې رای ورکوونکي په ټاکنو کې له ګډون څخه محروم شوي؛ وايي، چې خپلې تذکرې به وسوځوي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا پېنځه میاشتې وروسته په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې هم تر سره کیږي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version