تازه خبرونه

د مسکو ناسته د خبرو لوی فرصت دی، باید له بندون سره مخ نشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د مسکو ناسته د سولې خبرو د پیل لپاره د زمینې برابرولو لوی فرصت دی او باید د سولې بهیر له بندون سره مخ نشي.

د مسکو په ناسته کې د طالبانو د پېنځه کسیز پلاوي ګډون د سولې خبرو د پیل لپاره هیلې را وټوکولې.

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي؛ هر هېواد، چې وکولی شي په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي، د خلکو له هرکلي سره به مخ شي.

په ولسي جدګه کې د ننګرهار استازې آرین یون وایي: دا ناسته د سولې په ګټه ده او اړوند هېوادونه باید د سولې په اړه عملي ګامونه پورته کړي. دغه راز هر هېواد، چې د سولې لپاره ګام پورته کړي د افغانستان خلک ترې هرکلی کوي.       

په ولسي جرګه کې د غزني استازی محمد عارف رحماني له خلکو څخه پر ملاتړ ټینګار کوي او وایي؛ له دولت او نړیوالې ټولنې غواړم، چې په افغانستان کې د روانو وژنو په اړه بې تفاوتۍ ته د پای ټکی کیښودل شي او په دې سختو شرایطو کې ترې ملاتړ وکړي.          

د ولسي جرګې رییس ټینګار کوي، چې د مسکو په ناسته کې د طالبانو د ډلې د استازیو حضور وښوده، چې دا ډله د سولې خبرو ته علاقه لري.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وایي: د مسکو ناستې وښوده، چې طالبان سولې ته لیواله دي؛ خو هڅه کوي امتیاز تر لاسه او خپل واک و ځواک نندارې ته وړاندې کړي.           

که څه هم افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته دروازه پرانیستې پریښې؛ خو دغې ډلې د حکومت د سولې وړاندیز ته پر وسلوالو او ترهګریزو بریدونو ځواب ورکړی او ویلي یې دي؛ تر هغې  ، چې نړیوال ځواکونه له افغانستان ونه وځي، له حکومت سره خبرو ته نه کیني.

Trending

Exit mobile version