تازه خبرونه

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ۱۷۴ محلونو رايې باطلې کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلیو او نیمګړیتاوو په اړه دولس زره شکایتونه لاسته ورغلي، چې لس زره شکایتونه څېړل شوي او د یو سل و څلور اویا محلونو رایې یې باطلې کړې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون منشي علي رضا روحاني وایي: داسې هیڅ ډاډ نشته، چې مونږ وکولی شو پخپل وخت سل په سلو کې ټولو شکایتونو ته لاسرسی ومومو.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ټاکنو څوارلس کارکوونکي، چې زیاتره یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کارکوونکي دي؛ له دندو ګوښه کړي او یو سل و نولس دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته استولي دي.

ښاغلي علي رضا روحاني زیاته کړې، چې د شکایتونو په کمیسیون کې، چې تر دې دمه کوم کارونه تر سره شوي د لومړني لاس دي. یعنې دا هغه پرېکړې دي، چې په ولایتي کمیسیونونو کې نیول شوي او د هغو پرېکړې قانوني او د پلي کیدو وړ دي. په دې معنا، چې پرېکړې یې قانوني الزامیت لري.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسوولین وايي؛ دوی ته یوازې هغه رایې د منلو وړ دي، چې په بایو متریک کارول شوي وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا د شکایتونو کمیسیون دغه پرېکړې له وخت مخکې او ناقانونه ګڼي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کشمشنر حفیظ الله هاشمي وایي:  د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون په ولایتونو کې د دندو له لایحې پورته لاسوهنه کوي، چې په همدې دلیل د ټاکنو کمیسیون هغو ته د ندې له لایحې پورته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د شکایتونو کمیسیون د رایو د باطلولو په اړه د نظر اختلاف لري؛ نو ولیدل شي، چې د رایو د پایلو اعلان به د خلکو او نوماندانو قناعت تر لاسه کړي او که نه؛ دا به وخت ښیي.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version