تازه خبرونه
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو له احتمالي ځنډه خبر ورکوي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو پر احتمالي طرحه کار روان دی او ښايي دا کار د سراسري او رڼو ټاکنو لپاره د زمینې برابرولو لپاره تر سره شي.
د ولسي جرګې د ټاکنو له ترسره کیدو وروسته اوس دغه کمیسیون ته تر ټولو لویه دنده د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کول دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي ویلي، چې پر داسې طرحه یې کار پیل کړی، چې ښايي له مخې یې ولسمشریزې ټاکنې وځنډیږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ دا طرحه ردوي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په ټاکلي وخت د ولسمشریزو ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار کړی او وايي، چې ولسمشریزې ټاکنې به د وري میاشتې په یو دېرشمه ترسره شي.
اجرائيه رییس عبدالله عبدالله هم د ولسمشریزې ټاکنو له ځنډ سره موافق ندی.
اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې د نظام پايښت له ولسمشریزو ټاکنو سره تړلی او ولسمشریزې ټاکنې به هرو مرو ترسره کیږي؛ ځکه، چې د راتلونکي نظام مشروعیت یقیني کوي.
د ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډولو سربېره یو شمېر سیاسي ډلې د لنډمهالي حکومت د جوړښت وړاندیز کوي، چې د ملي وحدت حکومت له دغه وړاندیز سره هم مخالفت ښودلی دی.