تازه خبرونه

د ټاکنو کمیسیون د ۵ ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې په ډاګه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوه خبري ناسته کې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ډاګه کړه، چې له فاریاب ولایت څخه حشمت الله ارمان، محمد رسول فاریابي، محمد هاشم خان، سید بابرجمال سنجر کارگر، محمد انورباشلیگ، رنگینه کاگر، شفیقه سخا یولجي او فوزیه رووفي د ولسي جرګې د لومړنیو رایو له مخې دې جرګې ته لار وموندله.

له بلخ ولایت څخه غلام عباس ابراهیم زاده، عبدالحمید شریفي احمدشاه رمضان، محمد علی محقق، معلم خان آزادي، سید ظاهر مسرور، رییس عبدالخالق، گل رحمن همدرد، سیفوره نیازۍ، فوزیه حمیدي او برښنا ربیع د لومړنیو پایلو له مخې ولسي جرګې ته بریالي نوماندان شول.

له پکتیکا ولایت څخه محمد میرزا کتوازی، محمد داوود کتوازی، نادر خان کتوازی او هیله مجتبی          د ولسي جرګې په لومړنیو پایلو کې له بري برخمن دي.

له لوګر ولایت څخه محمد اسماعیل صدیقي، وفی الله افتخار، آصف نبی زی او هما احمدي           ولسي جرګې ته د لومړنیو پایسلو له مخې بریالي ونومول شول.

له بدخشان ولایت څخه عبدالرووف انعامی، عبدالشکور واقف حکیمي، حجت الله خردمند، عبدالولي نیازی، مولوي ذبیح الله عتیق، فضل عظیم زلمی مجددي، احمد ضیا یفتلي، نیلوفر ابراهیمي او صادقه ادیب د ولسي جرګې په لومړنیو پایلو کې دغې جرګې ته بریالي شول.

دغه کمیسیون دا هم ویلي، چې د کابل په ګډون به د پاتې ولایتونو لومړنۍ پایلې هم ډېر ژر په ډاګه شي.

Trending

Exit mobile version