تازه خبرونه

د ټاکنو کمیسیون رييس او غړي دې عدلي ارګانونو ته وروپېژندل شي- څارونکي بنسیتونه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رييس او غړیو د ګوښه کولو او عدلي بنسټونو ته د ورپېژندلو غوښتنه کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یو شمېر هغو ستونزو له کبله، چې ګواکي دغه کمیسیون ور سره مخ شوی، ولسمشریزې ټاکنې یې د وري له یو دېرشمې څخه د چنګاښ تر نهه ویشتمې وځنډولې.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، مالي ملاتړ کوونکي په ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیز بهیر کې د ژورو اصلاحاتو غوښتنه کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړیو له دندو ګوښه کول، عدلي ارګانونو ته ورپېژندل، په را روانو ټاکنو کې د بایو متریک سیتسم کارول، له ټاکنو د سیاسي ګوندونو څارنه او د ولایتي دفترونو د رييسانو بدیلول هغه غوښتنې دي، چې څارونکیو بنسټونو او ګوندونو پرې تازه ټینګار کړی دی.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ غړی نعیم اصغري وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر رییس او غړیو نوي شي او د مجازاتو او مکافاتو اصل ته دې درناوی وشي.

د افغانستان د آزادو ټاکنو بنسټ غړی حبیب شینواری وایي، د ټاکنو کمیسیون باید خلکو ته په ډاګه کړي، چې په درې میاشتني ځنډ کې کوم اصلاحات رامنځته کول غواړي.

په کابل کې د امریکا سفیر او د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما ویلي، چې په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د وړ کسانو ګومارنه د افغانانو خپل حق دی.

دغه راز یو شمېر سیاسي ګوندونه هم په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د ژورو اصلاحاتو غوښتنه کوي.

د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړی همایون جریر څرګنده کړې، چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې دې بدلونونه او اصلاحات راشي؛ د ټاکنو سیستم دې بدل شي، بایومتریک دې وکارول شي او ګوندونه دې له ټاکنو څارنه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړې ملیحه حسن ټینګار کوي، چې دوی په کمیسیون کې پر ژورو اصلاحاتو کار کوي او غواړي په راتلونکیو ټاکنو کې له نیمګړتیاوو سره مخ نشي.

پر ټاکنو کمیسیون له هغې وروسته نیوکې زیاتې شوې، چې د ولسي جرګې ټاکنې یې له ګڼو ستونزو او بې نظمیو سره مل تر سره او اوس هم ندي توانیدلی، چې د کابل او بغلان ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

خبریاله : دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version