تازه خبرونه

د ټاکنیز قانون له تعدیل سره سم به د کمیسیونونو کمیشنران ګوښه شي- حکومتي سرچینې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

حکومتي سرچینې وايي، چې د ټاکنو قانون له تعدیل وروسته به د کمیسیونونو ټول کمیشنران له دندو ګوښه شي.

د ټاکنو د کمیسیونونو په اړه د فساد د تورونو له زیاتیدو وروسته اوس حکومتي سرچینې وايي، چې د ټاکنو قانون له تعدیل وروسته به ټول کمیشنران له دندو ګوښه شي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وايي؛ د ټاکنو کمیسیون د اصلاحاتو په اړه پراخې مشورې شوې دي، چې لومړی پړاو یې ولسمشریزو ټاکنو ته د نوملیکنې له ورځ یوه ورځ مخکې تر سره شو او ټاکل شوې، چې بل پړاو به یې هم تر سره شي. مونږ د خلکو له اندېښنو پوره خبر یو.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه ټینګار کوي، چې پر درغلیو تورن کمیشنران دې محاکمه شي.

د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ ريیس نعیم ایوب زاده وایي؛ تورن کمیشنران باید عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي، چې نورو ته د عبرت درس شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی ريیس نجیب الله احمدزی وایي؛ دوی ټاکنې بحراني کړي، باید عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپېژندل شي. دوی ملي ګټې له خپلو ځانګړیو ګټو لوړې ګڼلي او د خلکو له رایو سره یې لوبې کړې دي.

د قانون له مخې که د کمیشنرانو په اړه د فساد شواهد موجود وي، ولسمشر یې له دندو ګوښه کولی شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې تر اوسه د دوی په اړه د اداري فساد هیڅ ډول سند نشته.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنره ملحیه حسن وایي؛ که د جرم په اړه ثبوت وي، نو زمونږ غوښتنه دا ده، چې د حکومت مشرتابه غړي دې د تورنو کمیشنرانو په اړه خپل اسناد بشپړو څېړلو ته وړاندې کړي.           

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د ولسي جرګې د ټاکنو د درغلیو له کبله خلکو لاریونونه وکړل او د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي یې پر اداري فساد تورن کړلي دي.

Trending

Exit mobile version