تازه خبرونه

د مسکو ناسته به له درې ساعتونو ځنډ وروسته ترسره شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په مسکو کې له ځینو افغان سیاستوالو سره د طالب استازیو ناسته به د یو شمېر ګډونوالو د ناوخته رسیدو پر لامل له درې ساعتونو ځنډ وروسته تر سره شي.  

د دغې ناستې د تر سره کولو کمیتې ویاند عمر نثار خبریالانو ته ویلي؛ دا، چې د دغې ناستې په ډېر شمېر ګډونوال په ټاکلي وخت رارسیدلی نشي، نو د خبریالانو راټولیدنه له سیمه ییز وخت سره سم  ۱۲:۰۰ ته بدلون کوي.

یو شمېر سرچینو ویلي، چې د دغې ناستې د ځنډ لامل د غونډې د ګډونوالو ترمنځ لفظي شخړه ده.

ټاکل شوې وه، چې خبریالان نن سهار د سیمه ییز وخت پر ۹ بجو د مسکو په پریزیدنت هوتل کې راټول شوي وای؛ خو دغه ناسته درې ساعته وځنډیده.

ویل کیږي، چې دغه ناسته به په مسکو کې د مېشتو افغانانو په کوربتوب د هېواد د یوشمېر سیاسي څېرو او طالب استازیو په ګډون جوړه شي.

طالبانو تېره ورځ ویلي وه، چې د مسکو ناستې ته به د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی لس کسیزه ډله روسیې ته ولاړ شي.

دغه راز ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د حامد کرزي په ګډون محمد حنیف اتمر، رنگین دادفر سپنتا، یونس قانونی، عطا محمد نور، اسماعیل خان، محمد محقق، حامد گیلانی، ذبیح الله مجددی، حکمت کرزی، عبدالسلام ضعیف، فوزیه کوفی، لطیف پدرام او ریحانه آزاد هم ګډون کوي.

Trending

Exit mobile version