تازه خبرونه

د مسکو دوه ورځنۍ ناستې ګډونوالو ګډ پرېکړلیک تصویب کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مسکو دوه ورځنۍ ناستې ګډونوالو تېره ورځ( چارشنبه د سلواغې ۱۷) د سولې په اړه د افغانانو د خبرو په اړه ګډ پرېکړلیک تصویب کړ او دا ناسته د افغانانو د راتلونکیو ناستو لپاره یو ښه ګام وګڼل شو.

پرېکړه لیک ښیي، چې افغانان د فبرورۍ د ۵ او ۶ خپلمنځۍ ناستې ګډونوال ول او دغه ناسته تر دې دمه د افغانانو تر منځ یوه ستره ناسته ګڼل کیږي. دوی دغه ناسته نه یوازې منلې، بلکې  له اهمیته ډکه یې هم بولي.

د پرېکړه لیک له مخې؛ مونږ په ګران هېواد افغانستان کې تلپاتې سراسري سولې ته د رسیدو، هېواد ته د بشپړ ملي اسلامي حاکمیت د اعادې، له هېواده د بهرنیو قواوو د پوره وتلو، د ملي او دفاعي بنسټونو  او مرکزي حکومت خوندي کول، د ملي وحدت د ټینګښت، په نظام کې د افغانستان د ټولو خلکو عادلانه برخه اخیستنې ته د زمېنې برابرولو، د اجتماعي عدالت تامین، اسلامی اساساتو او د هېواد غوره ملي ارزښتونو ته درناوي، په هېواد کې د تېرو څو لسیزو ترخو تجربو د تکرار مخنیوی او همدارنګه د ټولو افغان خواوو تر منځ د متقابل درک، درناوي، د یو او بل پر منلو ګډ توافق شوی دی.

دغه پرېکړه لیک ۹ مادې لري، چې غوره یې د جګړې پای، په ټول هېواد کې د سولې منځته راتلل، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانانو تر منځ په دې ناسته کې د رامنځته شویو نظریاتو د ودې او پرمنختګ په اړه منظمې ناستې تر سره کول.

په قطر کې د طالبانو رسمي سیاسي دفتر رامنځته کول او د مشرانو نومونه یې د ملګرو ملتونو له تور نوملړه لیرې کول هم د ټینګار وړ یاد شوي دي. نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکول، چې هیڅ راز ګواښ به ورته نه پېښیږي، د اسلامي ارزښتونو له مخې د ښځو د تعلیمي، سیاسي، اقتصادي،  او ټولنیزو حقونو رعایت، د قطر له خبرو ملاتړ او د اسلامي اصولو د ټینګار له مخې د افغانستان د خلکو سیاسي او اساسي حقونو او د بیان آزادۍ ته درناوی د دغه پرېکړه لیک نورې غوره برخې دي.

د سولې، ودې او پرمختګ د رامنځته کولو لپاره ملي او نړیوال تعهدات منل او د افغانستان د بیا رغونې او اقتصادي ودې لپاره نړیوالو مرستو لپاره هڅې کول هم د ټینګار وړ ګڼل شوي دي.

په پرېکړه لیک کې د ناستې ټولو خواوو منلې، چې د ډاډمنې فضا د رامنځته کولو لپاره باید د ډېر عمر لرونکي او ناروغه بندیان خوشې شي او دغه راز د هغو بندیانو، چې د بند موده یې پوره شوې او یا لږ پاتې ده  باید خوشې شي.

د مسکو په ناسته کې د کابل پلاوي غړی محمد عمر زاخېلوال وایي، راتلونکې ناسته به ډېر ژر د قطر په دوحه کې تر سره شي او په کې به پر پورتنیو هوکړو خبرې وشي.

ویل کیږي، چې دغه ناسته بریالۍ نشوه، چې طالبان اوربند ته اړ کړي.

د مسکو د ناستې طالب استازی عباس ستانکزی وایي، چې ناسته بریالۍ وه او پر ډېرو اړینو برخو هوکړه وشوه. هیله من یو، چې په راتلونکې کې نورې هوکړې هم وشي او په پای کې یوې تلپاتې سولې ته ورسیږو.

د ملي امنیت پخوانی مشاور محمد حنیف اتمر ویلي؛ مونږ ټول ژمن یو، چې بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي؛ خو په دې هم همغږي لرو، چې په افغانستان کې باید یو بهرنی جنګیالی هم نه وي.

که څه هم  له طالبانو سره د سولې تړون له لاسلیک وروسته د ښځو د حقونو په تړاو اندېښنې موجودې دي؛ خو طالبانو په دې ناسته کې ویلي، چې له ولسمشرۍ پرته ښځې کولی شي تر وزارت او صدارت پورې کار وکړي.

د مسکو په ناسته کې د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي ویلي، چې د ښځو پر مسله او حکومتداري او په کې د ښځو پر ونډه خبرې وشوې؛ خو په پرېکړه لیک کې ورته اشاره نده شوې. که هغوي د بشر حقونو مسالې ته درناوی وکړي، مونږ نیوکه نه لرو.

د مسکو ناسته د حکومت لخوا تحریم شوې او ولسمشر غني ویلي، چې د مسکو ناستې پرېکړې اجرائیه جنبه نلري.

د ولسمشر د دفتر ویاند هارون چخانسوري د دغې ناستې په اړه د حکومت دریځ دا ډول بیانوي؛ له طالبانو سره د افغان سیاسیونو ناسته، چې په مسکو کې ترسره شوې؛ د سولې خبرې نه، بلکې د سولې په اړه یو سیاسي او علمي بحث و. دغه اعلامیه، چې د دغو خبرو په پای کې خپره شوې؛ د دغې ناستې د دوه ورځنیو خبرو لنډیز دی، چې د سولې په بهیر کې عملي او اجرائیوي پایله نلري.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې عالی شورا که څه هم په دې ناسته کې برخه نه درلوده؛ خو ډاډه ده، چې دغه راز ناستې ناستې له حکومت سره د سولې خبرو ته زمینه برابرولی شي. خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version