تازه خبرونه
د ټاکنیزو کمیسیونونو د مشرانو په ګډون ټول غړي له دندو ګوښه شول
ولسمشر اشرف غني د کابینې د غړیو لخوا له تصویب وروسته په ټاکنو قانون کې د تعدیل وروستۍ مسوده لاسلیک کړه.
ولسمشرۍ ماڼۍ منلې، چې په ټاکنو قانون کې د نوي تعدیل له توشیح او نافذ کیدو وروسته د ټاکنیزو کمیسیونونو د مشرانو په ګډون د دواړو کمیسیونونو ټول غړي له دندې ګوښه شول.
د ولسمشر د فرمان له مخې؛ په چارو کې د ځنډ او خنډ د مخنیوي لپاره باید د اړوند کمیسیونونو د دارالانشا مشران د سرپرستانو په توګه دنده تر سره کړي.
دغه راز ولسمشر غني له ټولو سیاسي بهیرونو او مدني بنسټونو غوښتي، چې تر اووه ورځو پورې دې ولسمشرۍ ته د دغو کمیسیونونو د نویو نوماندانو نوملړ ورولیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو، مدني ټولنې مشرانو، سیاسي ګوندونو او د ټولټاکنو څارونکیو سازمانونو ترمنځ له یوې غونډې وروسته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د تعدیلاتو طرحه چمتو شوه او د سې شنبې پر ورځ د کابینې په غونډه کې تائید او ولسمشر توشیح کړه.
ولسمشر اشرف غني وایي؛ د دولت اجماع داده، چې بدلونونه اړین دي. د ملي وحدت حکومت ادارې ثابته کړې، چې رښتینې مشورې او پرېکړې د منلو وړ دي، نه تحمیلي او فرمایشي مشورې او پرېکړې.
د ټاکنو د قانون شاوخوا شل مادې تعدیل شوي، چې د کمیشنرانو د غوراوي، د نوماندانو د شرایطو او د ټاکنو د ځانګړې محکمې مواد هم په کې شامل دی.
د دیارلسمې مادې تعدیلي بڼه: د دواړو کمیسیونونو لپاره کمیشنران او منشیان د سیاسي ډلو او مدني ټولنو لخوا وړاندیز کیږي او له منځه یې د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو لخوا غوره کیږي.
د درې اتیايمې مادې تعدیلي بڼه: که په قانون کې تعدیلي موادو ته په کتو د شکایتونو د څېړنې پر وخت توافق ته ونه رسیږي؛ نو د حل لپاره به د ټاکنو ځانګړې محکمې ته مراجعه کیږي، چې د سترې محکمې لخوا جوړیږي.
اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وایي؛ داسې اجماع یې رامنځته کړه، چې احزاب او نوماندان پرې نیوکه نلري.
د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماندان او سیاسي ډلې تمه ښيي، چې د ټاکنو د تعدیل له لارې به ټاکنیزو سمونونو ته لار اواره شي. ځينې نور بیا وايي، چې د ټاکنیز نظام پر بدلون هم توافق شوی و؛ خو د هوکړه لیک له متن څخه دا موضوع ایستل شوې ده.
د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند: عنایت الله حفیظ وایي: د ټاکنو په بهیر کې اندېښنې شته؛ تر سره شویو درغلیو او سرغړونو ښودلې، چې خلک پر ټاکنو اوس هم ډاډمن ندي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون لدې مخکې ویلي وه، چې د ټاکنو د تعدیل طرحه له بهانو پرته بل څه نده؛ خو د ټاکنو څارونکیو بنسټونو او سیاسي بهیرونو ویلي وه، چې غړي یې باید د ګوښه کیدو ترڅنګ محاکمه هم شي.