تازه خبرونه

د ټاکنو خپلواکو کمیسیونونو د نویو کمیشنرانو غوراوی به سبا پیل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر د دوه یم مرستیال دفتر وايي، چې د کمیسینونو د غړیو په توګه د کمیشنرانو اسناد ارزول شوي او سبا به یې د غوراوي بهیر د رایو په پایله کې تر سره شي.

د ټاکنو د تعدیل شوي قانون له مخې؛ د ولسمشریزو ټاکنو ۱۸ نوماندان به د سیاسي ډلو او مدني ټولنو لخوا د څلور اتیا معرفي شویو کسانو له منځه دوولس کسان د کمیشنرانو او دوه کسان د دارالانشا د ريیسانو په توګه غوره کړي.

د ولسمشر د دوه یم مرستیال دفتر وايي، چې د کمیشنرانو د غوراوي بهیر به د چارشنبې پر ورځ پیل شي.

د ولسمشر د دوه یم مرستیال سلاکار محمد هدایت وایي؛ کیدی شي، چې سبا ته د کمیشنرانو د غوراوي دوه یم پړاو پیل شي.

څارونکي بنسټونه وايي، چې د کمیشنرانو د غوراوي بهیر باید د حکومت لخوا خلکو ته روښانه شي.

د افغانستان د آزدو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائيه رییس یوسف رشید وایي، چې  د غوراوي بهیر بیاید ښکاره او روڼ وي. داسې ونشي، چې بیا د نوماندانو تر منځ  ستونزې راپورته کړي.

داسې انګېړنې هم شته، چې ښايي د کمیشنرانو په غوراوي کې پټې معاملې وشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رييس فضل احمد معنوي وایي؛ هیله من یم، چې د غوراوي په بهیر کې د اشخاصو وړتیاوو ته ډېره پاملرنه وشي.  

د ټاکنو پر خپلواکو کمیسیونونو د خلکو بې باوري له هغې وروسته  ډېره شوه،  چې د ولسمشرۍ او ولسي جرګې تېرې ټاکنې له درغلیو او نیمګړتیاوو سره مل شوې.

Trending

Exit mobile version