تازه خبرونه

د ټاکنو خپلواکو کمیسیونونو نوي مشران غوره شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشر اشرف غني په څو بېلابېلو فرمانونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیونونو غړي او د دارالانشا مشران معرفي کړل.

د ولسمشر د فرمان له مخې؛ سید عصمت الله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنګ زیب او محمد حنیف دانشیار د پېنځه او مسافر قوقندي، حوا علم نورستاني او رحیمه ظریفي د درې کلونو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کمشینرانو په توګه غوره شوي دي.

دغه راز د یو بل فرمان له مخې؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاه د نوي رییس په توګه د حبیب الرحمن ننګ ټاکنه هم منظور شوې ده.

دغه راز د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ محمد قاسم الیاس، زهره بیان شینوارې او مولوي دین محمد عظیمي د پېنځه او محمد یونس طغرا او سید قطب الدین رویدار د درې- درې  کلونو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو د کمشینرانو په توګه ټاکل شوي دي.

همدارنګه ولسمشر اشرف غني ښاغلی چمن شاه اعتمادی، د ټاکنیزو شکایتونو د دارالانشا د نوي رییس په توګه  غوره کړی دی.

د یادونې ده، چې ولسمشر دغه  ۱۴ کسان له هغو ۸۰ کسانو غوره کړي، چې د ولسمشرۍ نوماندانو او مدني بنسشټونو دغه بنسټ ته ورپېژندلي وه.

Trending

Exit mobile version