تازه خبرونه
د ټاکنو کمیسیون نویو غړیو د لوړې مراسم تر سره کړل
د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په شتون کې د دوشنبې پر ورځ(د کب ۱۳) د ټاکنو کمیسیون نویو غړیو د لوړې مراسم تر سره کړل.
ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمیسیون نویو کمیشنرانو ته د لوړې په مراسمو کې وویل، چې دوی له نسبي خپلواکۍ برخمن دي او د هر ډول سرغړونې له کبله به مجازات شي.
د ښاغلي غني په باور په کار ده، چې د ټاکنو پر بهیر د خلکو بې باوري پای ته ورسیږي.
په تېرو پارلمانې ټاکنو کې، چې کومې ستونزې رامنځته شوې، د دې دواړو کمیسیونو په جوړښت کې اصلاحات راغلل او د ټاکنو قانون هم تعدیل شو.
ولسمشر د یادو مراسمو په بهیر کې څرګنده کړه؛ د نوي قانون سره سم لازمه ده، چې د دواړو کمیسیونو لپاره کمیشنران او د دارالانشاء رییسان وټاکل شي، ټاکنیزو نوماندانو ته د ولسمشرۍ د ټولو نوماندانو لخوا رایه ورکړ شوه، چې نتیجه یې نن تاسې وینئ.
هغه وایي، چې د قانون له مخې؛ د ټاکنو کمیسیون ټول غړي باید لدې وروسته له سیاسي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او له هغو سره اړیکه ساتل به ښکاره سرغړونه وي.
ولسمشر غني د دې لپاره، چې له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او فساد مخه ونیول شي ویلي، چې دواړه کمیسیونه باید په ګډه د کمیشنرانو د قرنطین یو واضح میکانیزم جوړ کړي.
همدارنګه ولسمشر د ټاکنو کمیسیونونو په چارو کې د حکومت د نه لاسوهنې ډاډ څرګند کړ او ټینګار کوي، چې د هر راز لاسوهنو مخه به ونیول شي.
اجرائيه رييس عبدالله عبدالله بیا وايي، چې پر ټاکلي وخت د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کیدل د سولې سره مخالفت ندی، بلکې دا د خلکو د غوښتنې منل او پر ځای کول دي.
دغه راز نوموړي له کمیشنرانو وغوښتل، چې د اساسي قانون او نورو نافذه قوانیونو له مخې دې کار کوي او د خپلې دغې لوړې له مخې به رښتینې دنده تر سره کوئ.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر تېره ورځ په بېلابېلو څلور فرمانونو کې د ټاکنو کمیسیون نوي غړي معرفي کړل.
د دغه فرمان پر بنسټ سید عصمت الله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنگ زیب، محمد حنیف دانشیار، مسافر قوقندي، حوا علم نورستانۍ او رحیمه ظریفي د نویو کمیشنرانو په توګه لوړه وکړه.
دغه راز محمد قاسم الیاسي، زهره بیان شینوارې، مولوي دین محمد عظیمي، محمد یونس طغرا او سید قطبالدین رویدار د ټاکنیزو شکایتونو د نویو کمیشنرانو په توګه د لوړې مراسم پر ځای کړل.
ښاغلي اشرف غني حبیب الرحمن ننګ د ټاکنو خپلواک کمیسیون او چمن شاه اعتمادي د شکایتونو کمیسیون د دارالانشاء د رییسانو په توګه ټاکلي دي.
نوي ټاکل شوي کمیشنران دنده لري، چې له یوې خوا پر ټاکنیز بهیر د خلکو زیانمن شوی باور را ژوندی کړي او له بلې خوا را روانو ولسمشریزو، ولایتي او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي. دغه راز دوی د ولسي جرګې د تېرو لانجمنو ټاکنو د پایلو اعلانول هم په مخ کې لري.