تازه خبرونه

د کانکور آزموینې پایلې اعلان شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د لوړو زدکړو وزارت د کانکور آزموینې پایلې اعلان کړې او وایي، په دې آزموینه کې ۱۶۹ زره زدکوونکیو ګډون کړی و، چې دوه نوي زره تنه یې د لوړو زدکړو او نیمه لوړو زدکړو موسسو ته کامیاب شوي دي.

د لوړو زدکړو وزارت سرپرست عبداللطیف روشان وایي،  په دې آزموینه کې په لومړي ځل بایومتریک سیستم وکارول شو، چې د کانکور په رڼښت کې یې له مونږ سره ډېره مرسته وکړه. یعنې مونږ تېر کال له دوه زذره ډېرې درغلۍ لرلې؛ خو په روان کال کې مو ۱۱۰ لرلې. سره له دې د بایو متریک په بهیر رڼې ترسره شوې.        

روشان رضا له کابل ولایت څخه د کانکور اول نمره او اختر محمد له غزني څخه دوه یم نمره شوی او د دی تر څنګ څه باندې ۵۵ زره نور زدکونکي توانیدلي، چې د لوړو زدکړو موسسو ته لار پیدا کړي. په دې کې ۳۳ سلنه نجونې او ۶۷ سلنه هلکان دي.

د لوړو زدکړو وزارت د کانکور کمیتې رییس جاوید رسولي په ډاګه کړې، چې په روان کال کې د کانکور بهیر روڼ او بې ساری و.

افغانستان کې تحصیلي کال د وري له لومړۍ پیل کیږي او مخکې له دې کانکور آزموینه په ژمي کې تر سره کیده او په نوي کال کې یې پایله اعلانیده؛ خو سږ کال یې پایله په زمري میاشت کې اعلام شوه، چې نیوکې یې را پارولي دي.

Trending

Exit mobile version