تازه خبرونه

د مسکو درې اړخیزه ناسته د یوې ګډې اعلامیې پر خپرولو پای ته ورسیده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مسکو د درې اړخیزې ناستې په اعلامیه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر مسوولانه وتلو او همدارنګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د لومړنۍ هڅې په توګه د اوربند پر اعلام ټینګار شوی دی.

د امریکا، روسیې او چین درې اړخیزه ناسته د جمعې پر ورځ( د غویی ۶)  د یوې ګډې اعلامیې پر خپرېدو پای ته ورسیده. په دې اعلامیه کې درې واړو هېوادونو د افغانستان د سولې په بهیر کې یو لړ هوکړو ته لاسرسی موندلی دی.

د دې اته ماده یي اعلامیې په یوه برخه کې، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له آدرسه خپره شوې راغلي:

  • درې واړه خواووې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر سره مرسته او ترې ملاتړ کوي او افغان طالبان هڅوي، چې په دوحه کې له ټول منلي افغان پلاوي سره خبرې اترې وکړي.
  • درې واړه لوري له افغانستان څخه په منظم او مسوولانه ډول د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه لري.
  • درې واړه لوري له ټولو خواوو غواړي، چې د سولې په خبرو کې د لومړني ګام په توګه پر یوه اوربند سلا شي.
  • درې واړه خواوې د طالبانو لدې ژمنې ملاتړ کوي، چې له داعش سره مبارزه او له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان د سولې په تړاو درېیمه درې اړخیزه ناسته به په پکن کې تر سره شي او له نورو هېوادونو هم غوښتنه شوې، چې لدې ناستې ملاتړ وکړي.

زلمي خلیلزاد، چې په دې ناسته کې ګډون کړی و؛ دغه ناسته ګټوره ګڼلې او په خپل یو تویت کې یې هم د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له خبرو هرکلی کړی دی.

نوموړي څرګنده کړې، چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نکوي.

تر اوسه افغان حکومت د مسکو ناستې د اعلامیې په اړه غبرګون ندی ښودلی؛ خو  د پنجشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دا ناسته د افغانستان د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په جوړیدو کې ارزښتناګه ګڼلې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د افغانستان د جګړې په پای کې د ځواکمنو هېوادونو پر رغنده رول ټینګار کړی دی.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي؛ ښکېل هېوادونه باید هڅه وکړي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې تر سره شي او لدې خبرو پرته د پرمختګ لپاره بله لار نشته. په افغانستان کې سوله، امنیت او ثبات د نړۍ د سترو هېوادونو له همکارۍ او خپلمنځي خبرو پرته ناشونی شوی او دواړه باید سره ګډ شي.

Trending

Exit mobile version