تازه خبرونه

د مسکو په خپلمنځي خبرو کې افغان سفیر د حکومت استازی دی- احمدي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بهرنیو چارووزارت وایي، د مسکو په خپلمنځي خبرو کې افغان سفیر د حکومت په استازیتوب ګډون کوي.

په مسکو کې د طالب استازیو او افغان سیاسي څېرو د دوه یمې ناستې له ترسره کیدو سره په یوه وخت بهرنیو چارو وزارت وایي، په مسکو کې افغان سفیر د حکومت په استازیتوب په دي ناسته کې ګډون او وینا کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارووزارت ویاند صبغت احمدي وایي: که ټاکل شوي وي، چې په مسکو کې د افغانانو خپلمنځي ناسته تر سره شي؛ زمونږ سفیر به د افغانستان په استازیتوب په کې ګډون وکړي.

حامد کرزی، حنیف اتمر، محمد محقق، عطا محمد نور او  د ملابرادر په ګډون د طالبانو څوارلس کسیزه ډله دې ناستي ته ورغلي دي.

طالبانو ویلي، چې له سیاسي څېرو سره ناستو ته دوام ورکوي؛ خو تر هغې، چې له امریکا سره هوکړه نه وې شوې له افغان حکومت سره خبر به ناشونې وي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او دا، چې د افغانستان خاوره به نورې نړې ته خطر نه وې؛ په دې اړه له امریکا سره په خبرو کې پرمختګ شوی او وروستۍ پرېکړې ته هم نیږدې شوي يو.

هغه وایي: مونږ تل له حکومت سره خبرې رد کړي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې به مو له حکومت سره مبارزه روانه وي.

د طالبانو د رهبري پلاوي غړی امیرخان متقي وایي؛ باور دا دی، چې د مسکو په اوسنۍ ناسته کې به طالبان د خبرو اترو جزئیات له سیاسي څېرو سره شریکوي او د دوحې د بین الافغاني خبرو اترو نه ترسره کیدل به هم په همدې ناستې کې جبران شي.

د وسلوالو طالبانو او سیاسي څېرو ترمنځ دوه یمه بین الافغانې ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي، چې تراوسه هم افغان حکومت د سولې د خبرو اترو لپاره هراړخیز پلاوی ندی ټاکلی او دغه سیاسي څيرې بیا له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو د څرنګوالې په تړاو مخالفت لري.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version