تازه خبرونه

د ټاکنو ۱۳ نوماندان سر له سبا ټاکنیز کمپاینونه پیلوي- شهاب حکیمي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا وایي، د ټاکنو ۱۳ نوماندان سر له سبا ټاکنیز کمپاینونه پیلوي.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو کمپاینونه د زمري پر ۶ پیل شوي خو ټاکنیز ډګر ډېر سوړ دی او یوازې دولت جوړوونکي او د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې میدان ته را وتلې دي.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا، چې ۱۳ نوماندان په کې غړیتوب لري؛ پړاویز رییس یې شهاب حکیمي ویلي؛ ځکه ټاکنیز کمپاینونه ندي پیل شوي، چې دولت جوړوونکې ټاکنیزه ډله له دولتي امکاناتو او واک کار اخلي.

دا شورا دولت جوړوونکې ټاکنیزه ډله له دولتي امکاناتو څخه پر  ګته پورته کولو او دیني عالمانو ته په بډو ورکولو تورنوي.

د سولې او اعتدال ټاکنیزه ډله د هغه څه له کبله خبرداری ورکوي، چې د محمد اشرف غني لخوا یې له دولتي بودجې څخه استفاده بولي.

 د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې ویاند قادرشاه وایي، د ټاکنیز کمپاین پیل ته چمتووالی لري.

که څه هم دا ټاکنیزه ډله وایي، چې په خپل منځ کې هیڅ ډول اختلافات نلري؛ خو ویل کیږي، چې په دې ډله کې د محمد حنیف اتمر او عطا محمد نور تر منځ د لومړي وزیرد څوکۍ پر سر اختلاف موجود دی.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا ادعا کوي، چې محمد اشرف غني دیني عالمان له ولایتونو کابل ته د مشورو لپاره را غوښتي او هغوی ته یې د پیسو په ورکولو ترې غوښتي، چې د ده په ګټه کمپاین وکړي.

دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله په ټاکنیزو کمپاینونو کې له دولتي امکاناتو څخه د استفادې په تړاو شوې ادعاوې ردوي.

ملګرو ملتونو او د امریکا سفارت له ټولو نوماندانو غوښتي، چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې له دولتي امکاناتو او واک کار وانخلي.

Trending

Exit mobile version