تازه خبرونه
د ټاکنو او سولې خبرو په تړاو دې یوه ټول پوښتنه وشي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ښاغلي شهاب حکیمي له خلکو سره په لیدنه کې ویلي، چې زیاتره خلک له ټاکنو مخکې سوله غواړي او باید په دې تړاو یوه ټول پوښتنه وشي.
خلک هم غواړي، چې حکومت د سولې په بهیر ډېر تمرکز وکړي؛ ځکه خلک آرامي غواړي او په تېرو پېنځه کلونو کې بې شمېره ملکیان وژل شوي دي.
حکیمي دا هم څرګنده کړې؛ هغه نوماندان، چې په واک کې ندي، امنیتي تدبیرونه یې هم پراخه ندي، خو په خبره یې دوی خلکو ته ورځي او خپل پروګرامونه ورته په ډاګه کوي.