تازه خبرونه

د ټاکنو کمیسیون اداري او تخنیکي چارې پڅې روانې دی- ټاکنڅاري بنسټونه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکنڅارو بنسټونو ویلي، چې د ټاکنو لپاره یوه اوونۍ پاتې ده، خو اوس هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون تخنیکي او اداري چارې بشپړې شوې ندي.

د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کیدو ته یوه اوونۍ پاتې ده او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د ورځې لپاره دوه سوه زره کارکوونکیو ته اړتیا لري، چې تر اوسه یې سم نیم ندي ګومارل شوي او د روزنې چارې يې هم پاتې دي.

څارونکي بنسټونه وايي، چې وخت کم او د کارکوونکیو د استخدام او روزنې چارې پڅې دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رييس نعیم ایوب زاده ویلي، چې مونږ خپلې اندېښنې لرو؛ خو له ټاکنو پرته بل بدیل نشته او باید ټاکنې تر سره شي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د پروګرامونو مسوول نعیم اصغري ویلي، چې پاتې  څو ورځو ته په کتنه که ټاکنیزې چارې سمې تر سره نشي، مونږ به د تېرو درغلیو لیدونکي وو.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې باید د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې رڼې تر سره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کول د امریکا د ماموریت یوه برخه بولي او وایي، چې مونږ د آزادو او عادلانه ټاکنو غوښتونکي یو. مونږ له دغه بهیر څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او افغانان هم له دغه بهیره ملاتړ کوي. دا زمونږ د ماموریت یوه برخه هم وه، مونږ ټول یو ځای کار کوو، چې په افغانستان کې ښې ټاکنې تر سره کړو.

د افغانستان امنیتي بنسټونو ویلي، چې د ټاکنو پر ورځ به د ټاکنو شاوخوا پېنځه زره مرکزونه پرانیستي وي او دوی به یې امنیت خوندي کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاُ ريیس حبیب الرحمن ننګ د امنیتي بنسټونو دا ارقام نیمګړي ګڼي او وایي؛ مونږ ژمنه کوو، چې د تلې پر ۶ به د افغانستان خلکو ته رڼې او بې پرې ټاکنې تر سره کړو.

ټاکل شوې، چې ولسمشریزې ټاکنې د تلې پر شپږمه ترسره شي؛ ناامنيو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چارو د نااغیزمنتوب په اړه راپورته شویو پوښتنو او غوښتنو ته په کتو به څرګنده شي، چې دا ټاکنې به د خلکو او نوماندانو لپاره د منلو وړ وي او که نه؟

Trending

Exit mobile version