تازه خبرونه

د ټاکنو د رای ورکوونکیو اټکلي پایلې خپرې شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سې شنبې پر ورځ( د تلې ۹) په یوه خبري ناسته کې  د ټاکنو د ټولو رای ورکوونکیو د رایو اټکلي شمېر وړاندې کړ.

د ټاکنو کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ د تلې شپږمې په ټاکنو کې د ګډون لپاره ۹ میلیون کسانو ډېرو نوملیکنه کړې ده، خو د اټکل له مخې له دوه نیم میلیون ډېرو رای ورکوونکیو ګډون کړی.

د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون کوونکیو تازه اټکلي رایې دادي:

 

روزګان:  ګډون ۵۸۵۶

بادغیس: ۹۹۶۱

بامیان: ګډون ۸۴۱۲۴

بدخشان: ګډون ۶۸۰۳۸

بغلان: ګډون ۱۵۵۷۷۲

بلخ ګډون۷۴۴۴۱

پروان: ګډون ۴۲۱۸۳

پکتیا: ګډون ۱۶۱۶۷۸

پکتیکا: ۴۵۷۴۱

پنجشیر: ۱۹۲۰۵

تخار: ګډون ۵۹۸۶۴

جوزجان: ګډون ۳۸۱۳۵

خوست: ګډون ۹۴۴۸۵

دایکندي: ګډون۱۱۷۵۰۶

زابل: ګډون ۱۸۳۷۸

سرپل: ګډون ۳۵۵۰۹

سمنګان: ګډون ۳۹۲۵۵

غزني: ګډون ۳۹۷۴۰

غور: ګډون ۶۰۴۸۳

فاریاب: ګډون ۴۳۴۶۴

فراه : ګډون ۲۲۹۷۵

کابل: ګډون ۴۵۸۵۴۹

کاپیسا: ګډون ۳۴۴۳۵

کندوز: ګډون ۱۲۷۶۳

کندهار: ګډون ۱۹۳۶۲۴

کونړ: ګډون ۶۷۳۸۳
لغمان: ګډون ۲۷۵۳۷

لوګر: ګډون ۱۹۹۸۱

ننګرهار: ګډون ۲۵۵۰۵۲

نورستان: ګډون ۲۳۷۴۲

نیمروز: ګډون ۱۲۶۳۷

هرات: ګډون ۱۲۰۰۵۶

هلمند: ۱۱۵۳۳۳

میدان وردګ: ګډون ۲۰۵۶۰

په ولسمشریزو ټاکنو کې ۲میلیون ۵۹۸ زره ۴۴۵ کسانو ګډون کړی؛ خو دا شمېر تخمیني او د بدلون وړ دی.

د ټاکنو کمیسیون ټینګار کړی، چې تر دې دمه له ولسوالیو څخه ۹۵ سلنه ټاکنیز توکې د ولایتونو مرکزونو ته رارسیدلي دي.

د یادونې ده، چې ټاکنو خپلواک کمیسیون بایومتریک شوې رایې د اعتبار وړ بولي او وایي، چې بې بایومتریک رایې باطلې دي.

Trending

Exit mobile version