تازه خبرونه
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د شکایتونو څېړل پیل کړل
د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو تر دوشنبې ورځې پورې ۴۳۶۷ شکایتونه په ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کې ثبت شوي، چي ۱۵۶۷ موارده یې د کابل او پاتي د ولایتونو دي.
چارواکو ویلي، چې دغو شکایتونو ته به د لاسرسي چارې چټکې تر سره شي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون محمد قاسم الیاسي ټینګارکړی، چې شکایتونه به په پوره پاملرنه وڅېړل شي او له بایومتریک پرته رایې به باطلې وي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یو بل غړي سید قطب الدین رویدار ټینګار کړی، چې شکایتونه ته به روڼ لاسرسی مومو.
ټاکنیزو کمیسیونونو په ټاکنو کې خلکو ته پوهاوی نه ورکول؛ په ټاکنیزو کمپاینونو کې د یوه منسجم پروګرام نشتون او له ټاکنو سره همهاله د سولي موضوع له هغو لاملونو بولي، چې خلکو په ټاکنو کې پیکه ونډه واخیسته.