تازه خبرونه
د ټاکنیزو ډلو څارونکي د بایومتریک شویو رایو زیرمې ته د لاسرسی له نلرلو اندېښمن شوي
د یو شمېر ټاکنیزو ډلو څارونکي وايي، چې د دولت جوړوونکې ډلې له څارونکیو پرته دوی د بایو متریک دستګاه عمومي مرکز ته لاسرسی نلري.
دوی وايي، چې له څلور ورځو راپدیخوا د انترنتي ستونزې له کبله د بایو متریکي معلوماتو په زیرمه کولو کې ستونزه رامنځ ته شوې او کمیسیون یې په حل کولو کې پاتې راغلی.
دوی وايي، چې د معلوماتو عمومي زیرمې ته لاسرسی نلري او نه پوهیږي، چې معلومات څه ډول زیرمه کیږي.
د ثبات او همپالنې ډلې ناظر فهیم فطرت ویلي؛ انترنتي ستونزو سرور ته د معلوماتو لیږد ستونزمن کړی او دا ستونزه یې څو ځله ټاکنیزو کمیسیونونو ته وړاندې شوې؛ خو حل شوې نده. دا دا معنا لري، چې د چا په اوړو کې شګې دي. زه د ناظر او څارونکي په توګه نه پوهیږم، چې سرور چېرته او څومره معلومات ورلیږدول شوي دي.
د دولت جوړوونکې ډلې څارونکی قادر هودخېل وايي، چې د بایو متریک دستګا معلوماتي زیرمې ته لاسرسی لري او د معلوماتو له زیرمه کیدو څخه څارنه هم کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ انترنت کمزوری کار کوي؛ خو دومره هم نه، چې اندېښنې راپورته کړي. هو! سرور مې لیدلی د ټاکنو کمیسیون د ای تي په انګر کې دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ويلي، چې د رایو د پایلو د یوویشت زره پاڼو معلومات یې د بایو متریک دستګاه له لارې د معلوماتو عمومي زیرمې ته لیږدولي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رييس حبیب الرحمان ننګ وايي، چې د معلوماتو زیرمتون ته د اصلاعاتو په لیږد او زیرمه کولو کې ستونزه نشته او هغه حل شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا هم ویلي، چې په معلوماتي زیرمه کې یې ۱۰۳۵ فورمې زیرمه کړي؛ ۸۲۶۴ فورمې یې سکن کړي او ۶۶۷۰ فورمې د تثبیت او زیرمه کولو لپاره چمتو دي.
په داسې حال کې ده، چې له ټولو ولایتونو څخه د ټاکنو اساس توکي مرکزي دفتر ته رارسیدلي دي.
خبریاله: دیانا صمدي