تازه خبرونه
د معلوماتو د پڅ لیږد له کبله به پخپل وخت د لومړنیو پایلو اعلان ناشونی شي
له ولسمشریزو ټاکنو یوولس ورځې تېرې شوي؛ خو ویل کیږي، چې د ټولو ولایتونو د اساس توکو د معالوماتو تر لاسه کولو بهیر په دوه ورځو کې پای ته ورسیږي او د اطلاعاتو په مرکز کې د فزیکي فورمو د سکن او چمتو کولو لړۍ روانه ده. په داسې حال کې، چې د بایومتریک شویو رایو په مرکزي آرشیف کې د څه باندې دوه ویشت زره محلونو د پایلو فورمې داخل شوي او دې ځای ته له بایومتریک دستګاوو د وروستیو معلوماتو د لیږد لړۍ د تخنیکي او انترنتي ستونزو له کبله په پڅ ډول پر مخ ځي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي مولانا محمد عبدالله له خپل فیسبوکه په ډاګه کړې، چې که مرکزي آرشیف ته له بایومتریک دستګاوو څخه د معلوماتو لیږد همداسې پڅ لکه، چې روان دی؛ پر مخ ولاړ شي، د تلې پر اووه ویشتمه د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان به ناشونی کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ ویلي، تر اوسه د بایومتریک شویو پایلو څه باندې دوه ویشت زره فورمې د بایومتریکي رایو په مرکزي آرشیف کې ثبت شوي، د تخنیکي او انترنتي ستونزو له کبله له بایومتریک دستګاوو څخه مرکزي آرشیف ته د معلوماتو لیږد اوږد شوی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره وایي، تخنیکي ستونزې حل شوي او په ښه ډول د کارونو تر سره کیدو ته ژمن یو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایي؛ مونږ دې پریدي، چې خپل ګډ کار وکړو. کمیسیون د ډاډ وړ هڅې کوي او کارونه یې چټک روان دي.
د ولسمشریزو ټاکنو څارونکي اندېښمن دي، چې د کمیسیون له چارو سمه څارنه نشي کولی.
ټاکل شوې د چارشنبې پر ورځ د تخنیکي او انترنتي ستونزو د حل لپاره د درمالوګ شرکت دوه انجینران د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دفتر سره په دې اړه همکاري وکړي.