تازه خبرونه

د هسکې مېنې له قربانیانو سره د نمرو د وېش او حج ته د لېږلو ژمنه وشوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشر اشرف غني د ننګرهار د هسکې مېنې د جودرې د شهیدانو په فاتحه کې د قربانیانو له کورنیو سره د یوې – یوې نمرې ځمکې د وېش او حج ته د لېږلو ژمنه کړې ده.

د تېرې جمعې( د تلې ۲۶) د لمانځه پر مهال د هسکې مېنې د جودرې په جومات کې یوې چاودنې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ګډون ۷۲ لمونځ کوونکي ووژل او۴۰ نور یې ټپيان کړل.

د یک شنبې پر سهار ولسمشر اشرف غني د یو پلاوي په مشرۍ په هسکه مېنه کې د قربانیانو فاتحې ته ورغلو او له خلکو سره یې په یوه جوړه شوې ناسته کې ژمنه وکړه، چې د پېښې له عامِلانو به غچ واخلي.

په دې مراسمو کې ننګرهار والي شاه محمود میاخېل  ویلي، د جودرې استوګن له کلونو راپدیخوا د طالب او داعش په مقابل کې کلک ولاړ ول.

د شینوارو مشرانو، د شهیدانو د کورنیو استازیو څرګنده کړې، چې د دوی له دومره قربانیو سره – سره حکومت دوی ته پام نکوي.

مخورو په شینوارو او په ځانګړي ډول هسکه مېنه کې د امنیت، صحت اومعارف په برخه کې د پروژو غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني د جودرې پېښه په ملي او نړیواله کچه یوه لوی ناورین بولي او وایي، چې په شینوارو کې به د صحت او پوهنې په برخه کې رغنیزې پروژې پلي او ترڅنګ به یې ویجاړ شوي جوماتونه هم بېرته آباد شي.

ښاغلي غني د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ته سپارښتنه وکړه، چې د قربانیانو له کورنیو سره د یوې – یوې نمرې ځمکې او حج ته د لېږلو ژمنه وڅاري او ټنګار یې وکړ، چې له شینوارو به د داعش او نورو وسلوالو لمن ټوله او پرځای به یې پوستې جوړې شي.

لس میاشتې وړاندې هم ولسمشرغني، غني خېلو ته راغلی و او له شینوارو سره یې ورته ژمنې کړې وې.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version