تازه خبرونه

د ټاکنو کمیسیون قفل ماتوونکي لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د قفل د ماتولو څېړونکيو ویلي؛ د قفل ماتولو په قضیه کې نهه ملکي او پوځي مامورین، چې په دې تړاو تورن پېژندل شوي، د څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شول.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا عبدالله په دې اړه ویلي؛ موندنې مو ښیي، چې د قفل له ماتیدو او د معلوماتو د بانک مرکز ته د افرادو له ننوتو وروسته په رایو کې هیڅ راز لاسوهنه نده شوې.

تر سره شوې سرغړونې ته په پاملرنه، یاد پلاوي پرېکړه کړې؛  هغه کسان، چې په دې قضیه کې ښکېل دي، د قانوني څېړنو لپاره دې عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپېژندل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي مولانا عبدالله زیاته کړې: هر هغه کس، چې په دې قضیه کې لاس لري، سپارښتنه یې کړې او عمل پرې شوی؛ مونږ یې په بشپړه توګه لویې څارنوالۍ ته ورپېژنو.           

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکي یونس نواندیش ویلي؛ اوس هم په دې اړه پوره  ډاډ ندی تر لاسه شوی، د ودانۍ د کمرو تصویرونه بهر شوي ندي او دا دوسیه نورو څېړنو ته هم اړتیا لري.

وروستیو ننګونو په کمیسیون کې چارې له ننګونو سره مخ کړي دي او اوسه کمیسیون ندی توانیدلی، چې پاکې رایې له ناپاکو هغو بېلې کړي او دا  هم څرګنده نده، چې د ټاکنو لومړنۍ پایله به کله اعلانیږي.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې څارونکي  شیرآقا روحاني زیاتوي؛ ستونزې د کمیسیون په اداري کارونو کې دي، چې کارونه یې بشپړ شوي ندي.             

په کمیسیون کې ټولې فزیکي چارې پای ته رسیدلي او اوس توپ د درملوګ کمپنۍ په ډګر کې دی؛ د رایو تر غورچاڼ وروسته ټاکل شوې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

Trending

Exit mobile version