تازه خبرونه
د مسکو په کوربتوب څلور اړخیزې ناستې پر اوربند ټینګار کړی
د دغې ناستې استازیو په مسکو کې د چین، روسیې، امریکا او پاکستان استازیو په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوریو څخه د اوربند غوښتنه وکړه.
د دغو هېوادونو د استازیو په یوه ګډه اعلامیه کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه کړې، چې د مذاکراتو د پیل لپاره دې اوربند اعلان او د باور رامنځته کولو لپاره دې له زغمه کارواخیستل شي.
دوی غوښتنه کړې، چې یو شمېر زندانیان دې آزاد او د تاوتریخوالي کچه دې راکمه شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې ناسته کې ګډون کړی دی.
د ناتو سرمنشي د جمعې پر ورځ د امریکا او طالبانو د خبرو له بیا پیل ملاتړ څرګند کړ او هغه له طالبانو یې هم غوښتي، چې د خبرو میز ته په بېرته را ګرځیدو دې نرمښت وښیي.
د مسکو دا مشورتي ناسته په داسې حال کې تر سره شوې، چې چین د افغانانو یوې خپلمنځي ناستې جوړیدو ته چمتووالی نیولی و؛ خو د دغه هېواد په کوربتوب دا ناسته نن تر نامعلوم وخته وځنډول شوه.